د سعودي عربستان تر مشرۍ لاندې د جوړې شوې ټلوالې هوایي ځواکونه د یمن پر ښارونو خپلو ګوزارونو ته دوام ورکوي. د سږ کال په جنوري کې د وژل شوو ولسي وګړو شمېر په سلګونو حسابیږي او د پېښو بهیر ښیي، چې دغه شمېر به نور هم زیات شي.

د یمن چارواکو له نړیوالې ټولنې د مرستې هيله کړې ده. د یمن د «انصار الله» سیhouthiاسي ګوند غړي فضل المُتعا له Sputnik Arabic سره په مرکه کې په همدې تړاو د غږېدو په ترڅ کې وایي:

سعودي عربستان او ټلواله یې، له ۱۰ میاشتو هم د زیات وخت په اوږدو کې د وسلو د ډېرو زړه بوګنوونکو ډولونو په مرسته پر یمن بمورۍ ته دوام ورکوي. دوی په ښارونو او غرونو کې پر هغو ټولو ځایونو ګوزارونه کوي، چې هلته د وسلو د پټېدا شک کوي. دوی حتا پر باب المندب هم بمونه غورځوي. فکر کوي، چې هلته هم وسلې پټې شوي. دوی، د خلکو پر کورونو، ښوونځیو، روغتونونو، هوایي ډګرونو، بندرونو، بریښنا سټېشنونو او د اوبو پر بندونو هم بمونه راغورځوي. حتا جوماتونه هم، نه دې ترې پاتې. دوی ښځې او کوچنیان هم وژني. او نړۍ، د پېښو دغه ډول بیهر ته په غړېدلو سترګو ګوري، او په وړاندې یې هیڅ ډول غبرګون نه ښیي. موږ یوازې له روسیې او د هغې له ولسمشره، له چین او ایران څخه د یو څه کولو هیلې لرو او حساب پرې کوو. ځکه چې دوی د خپلو کړنو اغېزمنتوب ښودلی دی. ډېره هېښوونکې خو دا ده، چې وخت تېریږي (همدا اوس ۱۰ میاشتې تېرې شوي) خو په یمن کې د بحران د پای ته رسولو لپاره تر اوسه هیڅ کوم پرېکند ګام نه دی اخېستل شوی. موږ له دوی نه هیڅ نه غواړو، موږ یوازې دا غواړو، چې دغه ستر هېوادونه پر یمن د بمونو له راغورځولو لاس واخلي او د یمن پر ضد خپل جنګي عملیات ودروي.

هغې بمورۍ، چې د جنوري پر ۲۲-مه د یمن په شمال کې پر یوه ښار باندې د سعودي ټلوالې د هوایي ځواکونو له پلوه وشوه، ټوله نړي وبوګنوله. د دغې پېښې په نتېجه کې ۱۸ تنه ولسي وګړي ووژل شول. په دوی کې ژغورونکي او د بېړنیو طبي مرستو د موټر چلوونکی هم وو. ده په هغه روغتون کې کار کاوه، چې د «بې پولو ډاکتران» د بین المللي سازمان په ملاتړ او مرستو چلیږي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *