په بریتانیا کی د سعودی عربستان د شاه د پټی ښځی په هکله مستند فلم ننداری ته وړاندی کیږی
په انګلستان کی نوی مستند فلم چی د سعودی عربستان د مړ شوی ملک فهد بن عبدالعزیز آل سعود د پټ شخصی ژوند په هکله دی، ننداری ته وړاندی کیږی.
نوموړی چی د ۲۳ کلونو په اوږدو کی د سعودی عربستان واکمن و، په فلم کی ښکاری، چی شاه جواری کوی اوهغه توکی چی منع دی، هم کاروی.
د فلم اصلی لوبغاړی د جانان حارب په نامه ښځه چی په فلسطین کی د مسیحیانو په کورنی کی زیږیدلی ده، وایی، چی د فهد بن عبدالعزیز آل سعود پټه ښځه وه او د دی لپاره چی د شاه سره واده وکړی، په ۱۹۶۸ ز- ل کال کی یی د اسلام دین منلی دی.
جانان څرګنده کړه؛ چی د یو ډیر لوی محفل په اوږدو کی چی د فلسطینیانو او لبنانیانو لپاره نیول شوی وو او هغه مهال فهد بن عبدالعزیز آل سعود د سعودی عربستان د کورنیو چارو وزیر وو مونږ یو بل سره وپیژندل.
هغی زیاته کړه:«لومړی دوه کلونه ډیر ښه وو، خو بیا وروسته هرڅه بدل شول. په دریم کال کی زمونږ په هکله په جدی توګه خبری پیل شوی او د فهد ورونه هم دی کیسی ته راشامل شول».
جانان وایی:« زه یی د هغه د اجازی پر ته د هیواد څخه وویستلم. هغه یی د شاهی مراسمو ته چمتو کاوه. په هیڅ ډول دا د منلو وړ نه وه، چی د سعودی عربستان د شاه ښځه یوه مسحی مذهبه وی».
بیا وروسته هغی محکمه وګټله او محکمی پرکړه وکړه، چی د هغه زوی باید ۱۲ ملیونه پونډه ورکړی.
شاهزاده کولای شی چی د مارچ تر میاشت پوری د محکمی د پریکړی نه منلو په هکله خپل نظر څرګند کړی. خو له دی مخکی داسی پیښی نوری هم په تاریخ کی ډیری تیری شوی چی د سعودی عربستان چارواکو په چل سره د قانونی مسوولیت څخه ځان خلاص کړی دی.
شیخ ولید جوفالی د یوی ښځی سره د طلاق وروسته د دیپلوماتیک خوندیتوب څخه ګټه پورته کړه او د پیسو د ورکړی څخه یی ځان وژغوره. هغه داسی چی نوموړی په ملګرو ملتونو کی د دایمی استازی په توګه په دنده وګمارل شو.
له دی مخکی د سعودی عربستان بل ملیونر چی د زنا تور ورباندی لګیدلی وو، هم په چل خلاص شو.
جانان دغه کیسه خبریالانو سره ځکه شریکه کړه؛ چی د سعودی عربستان شاهی کورنی د پیسو د ورکړی څخه انکار ونه کړی.