سپین بولدک د کندهار ولایت یوه سرحدي ولسوالۍ ده چې د پاکستان له بلوچستان ایالت سره ګډه پوله لري.

د کندهار چارواکي وایي چې د افغان حکومت وسله والو مخالفینو نن له غرمې وروسته شاوخوا په ۱:۳۰ بجو د کندهار ولایت د سپین بولدک د والسوالۍ د سرحدي پولیسو په څلورم کنډک ځانمرګی ډله ایز برید تر سره کړ.

د کندهار د امینې قوماندانۍ ویاند ضیا دوراني امریکا غږ اشنا راډیو ته وویل، چې لومړی یو ځانمرکي بریدګر په ځان پورې تړلي چاودیدونکي توکي د سرحدي پولیسو د څلورم کنډک دروازې مخ5BB5D898-FC56-4930-AB4A-7A07FC0CC3E8_w640_r1_sې ته وچول او وروسته نور څلور بریدګر دغه نظامي مرکز ته ور دننه شول او له امنیتي ځواکونو سره یې نښته پیل کړه.

د ښاغلي دوراني په وینا، پدغه نیم ساعته نښته کې دوه تنو بریدګرو ځانونه په چاودیدونکو توکو وچول او درې تنه نور د افغان امینتي ځواکونو لخوا ووژل شول.

هغه وویل، پدغه کې برید کې درې تنه سرحدي پولیس وژل شوي او پنځه نور ټپیان شوي دي.

د کندهار د پولیسو ویاند وویل، چې اوس مهال په سیمه کې چاڼیز عملیات دوام لري.

هغه دا هم وویل، چې په دغه نښته عامو خلکو ته زیان ندی اوښتی.

وسله والو طالبانو ددغه برید مسولیت پر غاړه اخیستی دی.

د افغانستان په سویل کې کندهار یو له هغو نا ارامو ولایتونو څخه دی چې د وسله والو طالبانو حضور پکې زیات تر سترګو کیږي. یو میاشت وړاندې هم د کندهار په هوایې ډګر د وسله والو مخالفینو له لوري ځانمرګي او ډله ایز بریدونه وشول، چې دوه ورځې یې دوام وکړ او پکې ۱۴ تنه بریدګر وژل شوي وو.

سپین بولدک د کندهار ولایت یوه سرحدي ولسوالۍ ده چې د پاکستان له بلوچستان ایالت سره ګډه پوله لري.

د امینې قوماندان جنرال عبدالرراق رسنیو ته ویلي دي، چې د افغان امینتي ځواکونو په عملیاتو کې وسله وال مخالفین سخت ځپل شوي او په تېره یوه اونۍ کې په میوند،غورک او خاکریز والسوالیو کې ۳۰ تنه وسله وال مخالفین وژل شوي دي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *