ریاض په سوریی کی د امریکا د څارګری اداری د پټو عملیاتو مادی ملاتړ کوی

The New York Times خبر ورکوی، چی د امریکا د څارګری اداری پټ عملیات چی د سوریی پاڅونکوونکو ته د وسلو ورکړه ده، سعودی عربستان پوری ډیر کلک تړلی عملیات دی.

د څو لسیزو په اوږدو کی سعودی عربستان د امریکا د هغو پټو عملیتو مادی ملاتړی وو، چی په لری سیمو کی یی تر سره کول او په دی هکله راز یی هم خوندی ساته. دوی کله ناکله په ګډه توګه عمل کړ. کله نا کله یی د156306 امریکایانو د پټو عملیاتو د لګښت چکونه ورکول. په سوریی کی د عملیاتو په هکله په ۲۰۱۳ ز- ل کال کی دواړو هیوادونو پریکړه وکړه، چی په ګډه دغه عملیات پر مخ بوځی. د «سیکامور» په نوم عملیات چی د سوریی پاڅونکوونکو ته د وسلو ورکړه وه، سعودی عربستان پاځونکونکو ته د کلاشنیکوف ماشینداری ورکولی او د هغوی څخه یی مادی ملاتړ کړ او امریکایانو پاځون کوونکو ته اړینی پوځی ښوونی او روزنی ورکولی.

د «ریا نووستی» خبری آژانس خبر ورکوی، چی په لیکنه کی زیاته شوی چی؛ خو اوسمهال په اړیکو کی د نفتو د وارداتو په کچه کی د ایران او امریکا د نژدیتوب له کبله بدلون راغلی. خو له دی سره سره د دوی اتحاد د سعودی عربستان د پیسو او ګډو ګټو له برکته دوام لری. د دغو ګډو پټو عملیاتو له امله امریکا نه غواړی، په سعودی عربستان کی د بشر د حقوقو د تیروتنو په هکله نیوکی وکړی.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *