القاعده شبکې له سخو نښتو وروسته د يمن د جنوبي ولايت لحج کنټرول ترلاسه كړى دى.

د الميادين خبري اژانس د رپوټ له مخې، د القاعده شبکې جنګياليو د لحج ولايت مرکز الحوطه، چې د سعودي پلوه وسله والو په ولکه کې و، نيولى دى.

رپوټونه وايي، چې د ياد ښار تر سقوط وروسته پکې د چور چپاول او د غلا غديو پېښې تر سترګو کېږي.

دا په داسې حال کې ده، چې د تښتېدلي جمهور رئيس عبد ربه منصور هادي په مشرۍ وسله والو، چې د سعودي عربستان ملاتړ ورسره دى، وړاندې ويلياغاجان وو، چې د عدن او لحج ښارونو امنيت يې ټينګ کړى او خلک ورځنى ژوند په عادي ډول پرمخ وړي.

د تېر ميلادي کال له مارچ مياشتې راهيسې د سعودي په مشرۍ عرب ايتلاف د منصور هادي په پلوۍ د يمن حوثي شعيه وسله والو په ضد هوايي او ځمکني بريدونه پيل کړي، چې تراوسه په كې شاوخوا شپږ زره کسان وژل شوي او زرګونه نور ټپيان شوي دي.

بلخوا ايران له حوثي شعيه وسله والو په ملاتړ تورن دى.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *