نړيوال بانک له افغانستان سره د کرکیلې او برېښنا په برخه کې د ۱۲۸ ميليونه ډالرو مرسته کړې
نړيوال بانک له افغانستان سره د کرکیلې او برېښنا په برخه کې د ۱۲۸ ميليونه ډالرو مرسته کړې
دغه تړون د نړيوال بانک او افغانستان ماليې وزارت تر منځ لاسليک شو
د افغانستان ماليې وزارت وايي نړيوال بانک له دغه هېواد سره د برېښنا او کرکيلې په برخه کې د ۱۲۸ ميلیونه ډالرو وړيا مرستې اعلان کړی دی.
د دغه وزارت د خبرپاڼې له مخې چې نن (۲۴ جنوري) خبريالانو ته لېږل شوې، ويل شوي، ۴۵ ميليونه ډالر د کرکيلې په برخه کې د اوبو د تنظيمولو لپاره ځانګړې شوې دي.
د ماليې وزارت د خبرپاڼې له مخې د کرکيلې په برخه کې د دغو پلانونو له عملي کولو وروسته به ۴۵۰۰۰ هکتاره ځمکه خړوبېږي چې دا به وکولای شي هر کال په کليو کې د ۵۰۰ زرو کسانو لپاره د کرکيلې په برخه کې دندې جوړې کړي.
له دغې مرستې ۸۳ ميلیونه ډالر د پلازمېنې کابل په ختيځ کې د نغلو د برېښنا فابريکې د جوړلو لپاره ځانګړې شوې دي، چې له امله به يې د نغلو فابريکې، برېښنا توليد کې زياتوالی راشی.
د افغانستان د ماليې وزارت چارواکي وايي هيله من دي چې د دغې فابريکې بيا رغول به د افغان اقتصاد له پرمختګ سره لويه مرسته وکړي.
د ماليې وزارت، د نغلو فابريکې بيا رغول په افغانستان کې د انرژۍ په برخه کې يو لوی ګام بولي، له تېرو دريو لسيزو د دغې فابريکې پالنه نه ده شوې او په لويه کچه زيان ورته اوښتی دی.
د افغانستان د ماليې وزارت د شمېرو له مخې تر اوسه يوزاې له ۲۵ تر ۳۰ سلنه افغانان په ښارونو او د برېښنا د لېږد لارو سره نژدې سيمو کې برېښنا ته لاس رسی لري.
دغه وزارت ويلی، په افغانستان کې د برېښنا توليد ۱۲ فابريکې شته، نغلو د ۹۴ او ماهيپر د۶۶ ميګاواټه برېښنا په توليدولو سره په دغه هېواد کې تر ټولو لويې فابريکې ګڼل کېږي.