ناپېژاندو وسله والو په هرات کې پر دوو ښځينه پوليسو برید کړی
تر اوسه د کورنيو چارو وزارت په چوکاټ کې ۲۳۰۰ سرتېرې افسرانې او ښځينه پوليسې پر دندو بوختې دي
د افغانستان په لوېديځ هرات ولايت کې د پوليسو مشر وايي ناپېژاندو وسله والو کسانو د دغې ولايت په دولسمه ناحيه کې پر دوو ښځينه پوليسو ډزې کړې دي.
د هرات د پوليسو وياند عبدالروف احمدي بي بي سي ته ویلي، چې دغه دوه سرتېرې مېرمنې د تومانچې په واسطه، موټر سايکل سپرو کسانو ټپي کړې دي.
دواړه ټپي شوې، خويندې وې، چارواکو يې روغتيايي حالت د ډاډ وړ بللی دی.
تر اوسه په هرات کې پر ښځينه پوليسو بريدونه لږ تر سترګو شوي دي. دوه کاله وړاندې د افغانستان د کورنيو چارو وزات ويلي وو، چې په هلمند ولايت کې يوه ښځينه پوليسه د وسله والو له خوا په ډزو ټپي شوې وه، چې وروسته يې خپل ژوند له لاسه ور کړی و.
تر اوسه د کورنيو چارو وزارت په چوکاټ کې ۲۳۰۰ سرتېرې افسرانې او ښځينه پوليسې پر دندو بوختې دي. د افغان پوليسو شمېر شاوخوا ۱۵۷ زره تنو ته رسېږي چې يوازې نژدې یو سلنه يې ښځينه دي.
د افغانستان د کورنيو چارو وزارت د ښځينه پوليسو شمېر زياتول د دغې وزارت له لومړيتوبونو يادوي او وايي په پام کې لري چې په راتلونکو کلونو کې د ښځينه پوليسو شمېر ۵ زرو ته لوړ شي.
د دغه وزارت د پلانونو له مخې تر راتلونکو لسو کلونو پورې به ۱۰ زره ښځينه پوليسې په امنيتي برخه کې پر دندو وګومارل شي