امريکا د سوريي په شمال کي د يوه هوايي ډگر په پراخوالي او بيارغاوني سره د خپلو ځواکونو د پياوړي کولو هڅه کوي
امريکا د سوريي په شمال کي د يوه هوايي ډگر په پراخوالي او بيارغاوني سره د خپلو ځواکونو د پياوړي کولو هڅه کوي
دا هوايي ډگر د ترکيې او کرد ميشت رميلان ښار ترمنځ پروت دی. بله خوا امريکا له ترکيې څخه د داعش پر وړاندې له نړيوال ايتلاف سره د همکاري غوښتنه کړې ده
د رارسیدلو ریپوټونو له مخې امریکا، د سوریې په شمال ختیځ رمیلان ښار ته نږدې هوایي ډګر، چې د ترکیې له پولې سره نږدې پروت دی د پراخ کړی چې لویې پوځي الوتکې هم پکې ناسته کولای شي.
د امریکا دفاع وزارت یوه ویاند ویلي: دا هوایي ډګر یې په سوریه کې د امریکایي لوژیستیکي ټیم د ځواکمنولو او پیاوړي کولو په موخه بیا رغولی دی. مخکې له دې هم په هغه سیمو کې چې د کردانو تر واک لاندې دي د امریکایي ځواکونو د ډیر فعالیت په هکله ریپوټونه ورکړل شوي وو.
څلور میاشتې وړاندې امریکایي الوتکو نږدې پنځه څلویښت ټنه وسله او مهمات له دې لارې کردانو ته ورکړي وو.
په سیمه کې د امریکایانو شتون او له کردانو د دوی ملاتړ په داسې حال کې دی چې د امریکا نږدې ملګری او د داعش پر وړاندې په ایتلاف کې ګدون کونکی هیواد، ترکیه، د کردانو له پیاوړي او ځواکمنولو سره سخته مخالفه ده. کردي سرچینو مخکې له دې ویلي وو، ترکیې هوایي ځواکونو څو ځلې د سوریې په خاوره کې ددوی مرکزونه په نښه کړي دي.