امريکا د سوريي په شمال کي د يوه هوايي ډگر په پراخوالي او بيارغاوني سره د خپلو ځواکونو د پياوړي کولو هڅه کوي

دا هوايي ډگر د ترکيې او کرد ميشت رميلان ښار ترمنځ پروت دی. بF2E7C368-3929-4A3D-93C5-231D1E8750C9_w640_h360_sله خوا امريکا له ترکيې څخه د داعش پر وړاندې له نړيوال ايتلاف سره د همکاري غوښتنه کړې ده

د رارسیدلو ریپوټونو له مخې امریکا، د سوریې په شمال ختیځ رمیلان ښار ته نږدې هوایي ډګر، چې د ترکیې له پولې سره نږدې پروت دی د پراخ کړی چې لویې پوځي الوتکې هم پکې ناسته کولای شي.

د امریکا دفاع وزارت یوه ویاند ویلي: دا هوایي ډګر یې په سوریه کې د امریکایي لوژیستیکي ټیم د ځواکمنولو او پیاوړي کولو په موخه بیا رغولی دی. مخکې له دې هم په هغه سیمو کې چې د کردانو تر واک لاندې دي د امریکایي ځواکونو د ډیر فعالیت په هکله ریپوټونه ورکړل شوي وو.

څلور میاشتې وړاندې امریکایي الوتکو نږدې پنځه څلویښت ټنه وسله او مهمات له دې لارې کردانو ته ورکړي وو.

په سیمه کې د امریکایانو شتون او له کردانو د دوی ملاتړ په داسې حال کې دی چې د امریکا نږدې ملګری او د داعش پر وړاندې په ایتلاف کې ګدون کونکی هیواد، ترکیه، د کردانو له پیاوړي او ځواکمنولو سره سخته مخالفه ده. کردي سرچینو مخکې له دې ویلي وو، ترکیې هوایي ځواکونو څو ځلې د سوریې په خاوره کې ددوی مرکزونه په نښه کړي دي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *