چين د يو خپلواک فلسطيني دولت د جوړولو څخه ملاتړ کړی، چې پلازمېنه ئي په ختيځ بيت المقدس کې وې. دامطلب په قاهره کې د عرب ليګ (عربي ټولنې474555) په مقر کې د چين جمهور رئيس شی جین پینگ څر ګند کړ. داخبر د RT تلويزونې شبکې ور کړی دي.

«چين په پرېکنده ټوګه په منځني ختيځ کې د سولې د بهير څخه ملاتړ کوي. او دفلسطيني دولت د جوړولو (په هغو پولو کې چې په ۱۹۶۷ کال کې موجودي وې) چې پلازمېنه يي شرقي بیت المقدس ده ملاتړ کوي»- د امطلب د چين مشر په قاهره کې څرګند کړ. ده زياته کړه چې د اسرئيل او فلسطين مسئله د منځني ختيځ د سولې دپاره ډير اهميت لري. او پر نړيوالې ټولنې ئي غږ وکړ چې د خبرو د بيا پيل کېدو په اړه چې د ۲۰۱۴ کال په اپريل کې پرې شوي مرسته وکړي.

شی جین پینگ وويل چې د فلسطينيانو د ژوند دښه کولو په موخه چين د فلسطين په خاوره کې د لمريزي انرژي استيشن د جوړولو د پاره ۷,۵ مليون ډالره بيلې کړي دي.

لکه چې ريانووستي اژانس خبر ورکوي شی جین پینگ ژمنه وکړه سورئي، ليبيا، يمن، لبنان، او اردن ته د انرژي په برخه کې د مرستي په توګه ۳۵ مليون ډالر ورکړي. ده زياته کړه چې د چين او عربي ټولني دهېوادونو د امنيتي همکاريو په برخه کې ۳۰۰ ډالر مرسته کوي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *