د الاقصی جومات د ویجاړی لپاره هڅې هیڅ کله بندې نشوې او نه به شي. د فلسطین په نیولو شویو سیمو کې روان اوسني حالات د همدي موضوع له دلایلو څخه شمیرل کیږي.

له دې ډیرې مودې راهیسې ع0,,18061677_304,00ربي مشران په ځانګړې توګه د سعودي عربستان چارواکي، د اسلامي نړۍ د مشرۍ ادعا لري خو د فلسطین په مسله کې یې پټه خوله غوره کړې ده. همدا څه موده وړاندې سعودي عربستان په ایران کې د خپل سفارت د سوځیدلو په تړاو د ایران پر وړاندې رواني جګړه پیل کړې ده له دې سره چې دا نښایي چې په دې مسله چې د اسلامي ارزښتونو پر خلاف ده خبرې وکړو، خو په زړه پورې او جالبه خو دا ده چې دا د اسلامي نړۍ د مشرتابه ادعا کونکي ولي د الاقصی جومات په هکله چې د مسلمانانو لومړنۍ قبله ده پټه خوله غوره کړې او دا ډول غبرګون نښیي او یواځې د مالی مرستو او د یهودیانو د خوښي لپاره یې په دې هکله پټه خوله غوره کړې ده او د ایران په ګډون د اسلامي یو شمیر هیوادونو سره یې اړیکې پرې کړي دي.

دوی له هغه هیوادونو سره د اړیکو ټینګښت ته زور ورکړی چې د د کلتور، ټولنې، ځمکنۍ بشپړتیا او حتی د دموکراسۍ په برخه کې د اسلامي هیوادونو د پښو خاورو ته نشي رسیدلی.

د کلام اطاله د ونشي… ټاکل شوې په دې هکله خبرې وکړو چې د سعودي عربستان مشرانو او ددوی ملګرو هیوادونو ولي د صهیونیستانو د ګامونو پر وړاندې پټه خوله غوره کړې ده؟! آیا سعودي عربستان، کویټ، قطر، سومالیا، جیبوتي او یو شیمر نور هیوادونه چې داسلامي نړۍ د لارښونو او لویو اسلامي هیوادونو ادعا لري باید ولي د فلسطین مسلې په هکله چې له شپیتو کلونو راهیسې د اسرایلو له لوري نیول شوی پټه خوله غوره کړي؟!

البته ددې هیوادونو مشرانو نغواړي ترڅو د اسرایلو امریکا او ددوی د ملګرو پر وړاندې د قدس په ملاتړ ودریږي او د یادو هیوادونو او رژیمونو له لوري له ګواښ سره مخ شي. له دې سربیره د ځینې دا ډول هیوادونو له لوري ځینې نورې کړنې هم تر سره کیدونکي دي چې تر را تلونکو دوه کلونو به په ریاض کې دیوه سفارت د پرانستلو شاهدان پاتې شو.

په تیرو څو کلونو کې الاقصی جومات ته د زیان رسولو په موخه ځینې چلوټې، لکه ددې جومات سوځول، د ټونل کیندل او په دوه زرم کال کې د شارون له لوری ددې سیمې ککړولو چلوټې او پلانونه په لاره واچول شول ترڅو دا سیمه ددې سیمې له اصلي اسیدونکو تشه شي چې په دې سره به دا سیمه ورو ورو د اسرایلیانو لاس ته ولویږي او په بشپړه توګه به دوی پر دې سیمې واکمن پاتې شي. دا هغه سیمه ده چې نور پکې هیځ یوه ودانۍ قبر او نورې اسلامي نښې نشانو امنیت خوندي ندی او په یهود میشته ددې ښار اړولو هڅې روانې دي.

جالبه خو دا ده چې دا ډول کړنې په هیڅ صورت سره د عربي هیوادونو له غبرګون سره ندي مخ شوې او ټول مسولین او عربي چارواکي په پټه خوله د اسرایلیانو دا چلوټې په خلاصو سترګو سره ګوري او بر وړاندې یې حتی یو غږ هم نه پورته کوي. داسې ښکاري چې دا موضوعات نور دوی ته په زړه پورې ندي. دې ته په کتو سره داسې ښکاري چې نور نو د عربي ټولنې مشران او چارواکي د اسرایلو اوامریکا پر وړاندې د هیڅ غږ پورته کولو ته چمتو ندي او ددوې د هر ګام پورته کول دوی ته د منلو وړ دي او یهودیان هم په ډاډه زړه هر څه چې غواړي تر سره کوی یې او په لوی لاس یې الاقصی جومات دوی ته سپارلی او یا یې سپاري.

داسې ښکاري چې د صهیونیستي رژیم او یو شمیر عربي هیوادونو پر وړاندې باید دریدل غوره شي او په ددوی پر وړاندې باید مقابله وشي.ددوی پر وړاندې باید داسې روڼ آندان را پورته شي چې وکولای شي د پریدو له مزدوریو دا هیوادونه خلاص کړي او اسلامي نړۍ او مسلمانان د یهودیانو له ګواښ څخه وژغوري په خپلواکه پر ځان یې بسیا کړي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *