چین په خپل پوځي جوړښت کې د ژورو او پراخو بدلونونو راوستل پیل کړي467512

د چین ولسي جمهوریت رییس سي ځینپین د دې غوښتنه وکړه، چې د هېواد د مرکزي پوځي شورا د نوو شوو اورګانونو ټوله پاملرنه باید په هره جګړه کې د بري ګټلو ته وي.

د روسیې د ستراتیژیو او تکنالوژیو د څېړنو او شننو مرکز یو کارپوه واسیلي کاشین د «سپوتنیک» لپاره په خپله ځانګړې چمتو کړې تبصره کې په همدې تړاو وایي: د چین د وسله والو ځواکونو د قوماندې او ادارې د اورګانونو پراخ او ژور بدلونونه د چین ولسي جمهوریت په تاریخ کې بې ساري دي.

په واقعیت کې خبره د پوځ د هغو اورګانونو او جوړښتونو پر له منځه وړلو روانه ده، چې د چین ولسي جمهوریت تر پیدايښته هم پخواني او زاړه دي. که چېرې د پیل شوو بدلونونو عملي کېدل بریالي شي، نو چین به د خپلو وسله والو ځواکونو د ادارې او قوماندې سیستم اوسمهالیزې پوړۍ ته پورته کړي او د چین ولسي جمهوریت د ملي اردو د ودې په وړاندې د زیاتې مودې په اوږدو کې پراته پرابلمونه او خنډونه به لرې کړي. خو د چین مشران دېته هم باید چمتو وي، چې د دغو بدلونونو عملي کېدل به ډېر وخت ونیسي او کېدای شي، کله کله د پوځیانو او د ټولنې له مخالفتونو سره هم مخامخ شي.

د عملي کېدونکو بدلونونو د ستروالي پر کچو د پوهېدا لپاره د دې یادونه هم اړینه ګڼو، چې تر ستر درستیز، د سیاسي چارو تر لوی ریاست او د لوژیستیکي چارو تر لوی ریاست، چې اوس د پوځي جوړښت د نوي کېدو په اډانه کې له منځه وړل کېږي، مخکېني اړونده اورګانونه د چین کمونست ګوند له خوا ان لا په ۱۹۳۰-م کال کې، د چین ولسي جمهوریت تر جوړېدا تقریبا دوې لسیزې وړاندې جوړ شوي وو او د بڼو په بدلېدو یې د اوسمهالیز چین په ټول تاریخ کې شتون لاره.

د چین د پوځي چارچلولو سیستم یو ډېر ځانګړی سیستم وو. د وسله والو ځواکونو ستر درستیز د ځمکنیو پوځونو د سرقوماندانۍ دندې هم سرته رسولې. د ساتنې د چارو مرکزي اداره، چې د دولت د لوړو مشرانو د ساتلو دنده لري، هم د ستر درستیز په جوړښت کې وه. ستر درستیز، پر همدې سربېره د کشف د دوو ادارو (دویم ریاست او دریم ریاست)، او د څلورم ریاست، چې د راډیویي الکتروني مبارزې او د سایبري جګړې دنده ورپه غاړه ده، څارنه هم کوله. د دې اټکل کېدای شي، چې دریم او څلورم ریاست به د ستراتیژیکي خوندیتوب د هغو پوځونو په جوړښت کې راشي، چې نوي جوړیږي. خو د دویم ریاست، چې د جاسوسۍ او پوځي کشف مسؤلیت ورپه غاړه دی، برخلیک تر اوسه نه دی روښانه. د چین ولسي جمهوریت د وسله والو ځواکونو د ستر درستیز اساسي پرابلم، چې ډېر وخت پر ستر درستیز د نېوکو اساسي علت وي، دا دی چې ستر درستیز په ټوله کې «ځمکنیز څرنګوالی» لري او د ګډو عملیاتو سرته رسولو ته اړین چمتو والی نه لري.

د سیاسي چارو لوی ریاست، په پوځونو کې پر ايډیالوژیکي کار سربېره، د پېژند چارې هم سرته رسولې، د امنیتي اورګانونو او محکمو نظامي سیستم یې هم څاره. خو په نوي پوځي جوړښت کې، کېدای شي دغه اورګانونه د سیاسي-حقوقي کمیسیون تر څارنې لاندې راشي. د سیاسي چارو د لوی ریاست په اډانه کې، د هغه بې ساري ځانګړي اورګان، چې په بهر کې د تبلیغاتو او سیاسي عملیاتو دنده ورپه غاړه وه، برخلیک هم د پاملرنې وړ دی. تر اوسه دا نه ده روښانه، چې دغه ځانګړې اداره به د سیاسي چارو په نوي جوړېدونکي لوی ریاست کې پاتې شي او که نه. له دې ټولو داسې ښکاري، چې له سیاسي اړخه له ډېر مهم او زیات پیاوړي اورګانه به یوازې د هغه سیوری پاتې شي. خو د یادولو وړ ده، چې د چین د پوځي جوړښت د بدلونونو دغه لوری، څومره چې ښکاري، د وسله والو ځواکونو په وده کې له نړیوال بهیر سره سمون لري. د چین پوځي مشران په پوځي جوړښتونو کې د بدلونونو نړیواله او همدارنګه د روسیې تجربه په ډېره پاملرنه څېړي او شني.

د ۲۰۰۰-مو کالو په پای کې په روسیه کې د هېواد د وسله والو ځواکونو په جوړښت کې راغلو بدلونونو وښودل، چې په داسې جوړښتونو کې د ژورو بدلونونو راوستل ډېر سخت کار دی، چې د څو پښتونو د ژوند په اوږدو کې موجود وو او خپل دودونه او ښه ویاړلی تاریخ لري. د دغه ډول بدلونونو راوستل، تل د بیروکراتانو له مقاومت سره مخامخیږي. خو، د اړینو بدلونونو ځنډول، کېدای شي، په لا ستره بیه تمام شي. چین په دې وروستیو وختونو کې له ډېرو ګواښونو سره مخامخ شوی، چې د جنوبي چین د سمندرګي په سیمه کې د امریکا د فعالیت زیاتېدا هم په همدغه لړۍ کې ده. د تایوان په چاپېر هم حالات روښانه نه دي. او دغه ټول ګواښونه د معادل او ښاییدونکي ځواب غوښتنه کوي. دې ته په کتو، چې سي ځینپین د هېواد د وسله والو ځواکونو په جوړښت کې د څومره ژورو او پراخو بدلونونو کړنلاره وړاندې کړي، ویلای شو، چې د یادو شوو ګواښونو په وړاندې ډېر کلک او اغېزمن ځواب چمتو کیږي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *