د بورکينا فاسو د پلازميني پر يوه هوتل وسله والو ډله ايز بريد کړی په سيمه کي د امنيتي سرتيرو او وسله والو ترمنځ نښته له تيري ورځي دوام لري چي له امله يي تر اوسه شل کسان وژل شوي او تر شپيتو کسان چي برمته شوي وو خوشي کرل شوي دي دا بريدونه دالقاعدي اړوند يوې وسله والې ډلې له لوري په لاره اچول شوي دي

د افريقا په سويلي بورکينافاسو هيواد د پلازميني پر يوه هوتل بريد تيره ورخ ناوخته ددي هوتل له وره سر690459ه د يوه موتر بم په چاودني سره پيل شو او بريد کونکي د نشتي په موخه په دي سيمه کي خاي پر خاي شوي دي

په دي هوتل کي ډيری لوړ پوړي دولتي چارواکي، د ملګرو ملتونو کارونکي او بهرني میلمانه میشت وو. د ریپوټونو له مخې د برید پر مهال په دې هوتل کې تر درې سوه کسانو شتون درلود او برید ګرو یو شمیر کسان برمته کړي دي. د امنیتي ځواکونو او وسله والو ترمنځ نښته اوس هم دوام لري او ددې هیواد چارواکیو منلې چې تر اوسه د نښتې له کبله شل کسان وژل شوي دي. په دې هیواد کې میشتو فرانسوي سرتیرو هم د دولتي سرتیرو مرستې ته ور دانګلي. تر اوسه له برمته کونکو شپیته کسان ژغورل شوي خو اوس هم ډیری کسان له دوی سره بندیان دي.

د را رسیدلو ریپوټونو له مخې د امریکا یوې استخباراتي ادارې چې ترهګریزې کړنې څارې ویلي دا برید په اسلامي مغرب کې د القاعدې اړوندې یوې ډلې تر سره کړی دی.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *