افغان هوایي ځواک د کورنیو جگړو دمخه په سیمه کې یو د غښتلو هوایي ځواکونوڅخه و.

د افغانستان د دفاع وزارت ویاند د پنجشنبې په ورځ وویل څلور A-29 ډوله الوتکې چې په متحده ایالاتو او برازیل کې جوړې شوي دي سبا د جمعې په ورځ افغان هوایي ځواک ته سپارل کیږي.

څو ورځې مخکې په افغانستان کې د ناټو ځواکونو مرستیال جنرال هانس لوتار دومروس په مزارشریف کې وویل چې دوی به له افغان هوايي ځواکونو سره د نورو مرستو ترڅنګ د جنګي الوتکو مرستې هم کوي چې د کندز ښار سقوط ته ورته نورې پېښې رامنځ ته نه شي.

تر دې وړاندې امریD88EE735-83A2-4671-A559-6DE4208CBEEB_cx0_cy2_cw0_mw1024_s_n_r1کايي چارواکو ویلي وو چې د ۲۰۱۶ کال تر جنګي موسم وړاندې به افغانستان ته ۲۸ څرخي الوتکې ورکوي، چې د دغو څلورو الوتکو ورکړه د افغان هوایي ځواک سره د همدغو مرستو لړۍ ده.

د دفاع وزارت د ویاند په وینا دا جنگي الوتکې به د افغان ځواکونو سره د افغانستان د وسلوالو مخالفینو په ځپلو کې مرسته وکړي.

د ۲۰۰۱ کال راهیسې چې د افغانستان د وسله وال ځواک د روزنې، تمویل او تجهیز لپاره هڅې کیږي، تل د هوایي ځواک د تجهیز او اکمال یادونه شوې ده. خو افغان هوایي ځواک ته د کارپوهانو په اند هغسې چې لازم دي، جنگي الوتکې او هلیکوپتري نه دی ورکړل شوي.

د پنجشنبې په ورځ د افغانستان د دفاع او کورنیو چارو وزارتونو خبریالانو ته د هیواد د امنیتي حالت په هکله د معلوماتو د ورکولو په ترڅ کې وویل چې افغان امنیتي ځواکونو په تیرو څلورو ورځو کې د دولت د وسلوالو مخالفینو په وړاندې ٢٨ جنگي عملیات ترسره کړي چې په لړ کې یي ٢٥ مخالفین وژلي او ١٨ نور یي نیولي دي.

د دفاع او او کورنیو چارو وزراتونو په کال ٢٠١٦ کې د امنیتي وضعیت د خرابیدو کنگوسې ردوي او وایي پولیس او اردو د هر ډول گواښ د مخنوي لپاره چمتو دي.

په دې وروستیو د افغان هوایي ځواک د پیاوړي کولو او مجهز کولو هڅې هغه وخت گړندۍ شوې چې د دولت وسله والو مخالفینو په شمال، جنوب او ختیځ کې خپلو فعالیتونو ته زور ورکړ.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *