ترکیه وايي، د سوريې د جنګ له پيل راهيسې يې له درې زره زيات کسان د “اسلامي دولت” ډلې سره د تړاو په تور نيولي

ترکيه کې د اسلامی دولت نومې ډلې (داعش) سره په تړاو لسګونه کسان نيول شوي دي.

ترکي چارواکي وايي د نيول شويو کسانو شمېر ۶۸ ته رسېږي چې درې تنه په کې روسي وګړي دي. د ترکيې له خوا د روسۍ جنګي الوتکې له راغورځولو وروسته د روسيې او ترکيې تر منځ اړيکي خراب شوي دي.

دغه کسان د ترکيې په استانبول ښار کې د ځانمرګي بريد يوه ورځ وروسته چې ۱۰ کسان په کې وژل شوي وو نيول شوي دي.

د ترکیې د کورنيو چارو وزير ويلي چې د تېرې ورځې د بريد په تړاو يې هم يو شکمن کس نيولی دی. د دغه بريد ډېری قربانيان جرمنيان وو.

د جرمني د کورنيو چارو وزير ترکيې ته تللی او ويلي يې دي چې د ترهګرۍ پر ضد د مبارزې لپاره د به د دغه هېواد تر څنګ ولاړ وي.

پر ترکيه نيوکې کېږي چې ډېره توجه يې د کوردانو کارګر ګوند پي کې کې ځپلو ته اړولې او په هغه کچه چې ښايي د “اسلامي دولت” نومې ډلې پر وړاندې مبارزه نه کوي.

د ترکیې د کورنيو چارو وزير ويلي، چې د سوريې د جنګ له پيل راهيسې يې تر اوسه له درې زره زيات کسان د “اسلامي دولت” نومې ډلې سره د تړاو په تور نيولي دي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *