په سوريه کي د دولتي ځواکونو او وسله والو له لوري کلابند شويو سيمو ته د خوړو مرستي رسول شوي دي

د ملگرو ملتونو د بشر حقونو سازمان ويلي په مضايا ښار کي د څلو49c3cbc27رو سووو کسانو روغتيايي حالت د انديښني وړ دي او بايد ددرملني په موخه له دي ښاره ويستل شي

دوا سیمې ته د ملګرو ملتونو د بشر دوستانه مرستو وروسته، تیره ورځ د مضایا ښار ته هم ځینې لومړني توکي رسیدلي دي او د دې ادارې مسولینو تیره ورخ د فوعه او کفریا سیمو حالت څیړلی دی. د مضایا ښار چې پلازمینې ته نږدې پروت دی او څلویښت زره اوسیدونکي لري له شپږو میاشتو راهیسې د دولتي سرتیرو له لوري کلابند دی او بله خوا بیا دوه فوعه او کفریا سیمې چې د ادلیب په شمال کې پرتې دي د دولت وسله والو مخالفینو له لوري کلابندې شوې دي. دا سیمې شل زره اوسیدونکي لري.

د نړیوالې سرې میاشتې ویاد پاول کریزسیک له رویټرز سره په ټلفوني خبرو کې ویلي

پاول کريزسيک – ” دلته د خلکو حالت په ریښتینې توګه زړه بوګنونکی دی څو شیبې مخکې یوه کوچونی نجلی ماته راغله ددې لومړی پوښتنه دا وه چې آیا خواړه مو در سره راوړي؟ هیله منده یم چې تاسو دې سیمو ته له ځان سره خواړه راوړي وي مونږ په ریښتینې توګه وږې یو.”

د ملګرو ملتونو چارواکیو ددې سیمو حالات کړکیچن ښودلي ویلي یې دي داسې ریپوټونه یې هم تر لاسه کړي چې ځینې کسان د لوږې له امله مړه شوي دي.

له دې سره دوی ویلي د څلورو سوو په شاوخوا کې کسان چې روغتیایي حالت یې تر ډيره د اندیښنې وړ دی باید له دې ښاره ویستل شي.

استيفن اوبرايان – ” داسې ښکاري چې ډيری کسان له سختې خوار ځواکۍ سره مخ شوي او مونږ داسې مالومات تر اسه کړي چې خلک د لوږې له امله مړه کیږي او یو شمیر هم مړه شوي دي.”

د ملګرو ملتونو اړوندو ادارو له لوري څلور څلویښت لارې مرستې تیره ورځ دمشق له لارې مضایا ښار ته رسیدلې دي خو ویل شوي چې وسله والو دا مرستې د سیمې په خلکو پلورلې دي. د ملګرو ملتونو د مالوماتو له مخې د سوریې په پنځه لسو سیمو کې نږدې څلور سوه زره کسان له کلابندی سره مخ دي او دې سیمو ته د مرستندویه لاس رسی شونی ندی

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *