اجرایي ریس ښاغلي عبدالله د دې سفر په لړ کې د ایران مشر آیت الله خامنه اي، ولسمشر ددوی له مرستیالانو او د بهرنیو چارو له وزیر سره لیدلي دي. دا سفر هر اړخیز وو maxresdefaultاو ددې هیواد له چارواکیو سره په بیلا بیلو مسایلو خبرې شوي دي. له ترهګرۍ سره مبارزه د دواړو خواوو ترمنځ د خبرو له اصلي موضوعاتو څخه شمیرل کیږي. تهران له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې د خپلو ګاونډیو هیوادونو مرستې ته اړتیا لري ځکه چې په خپله دې هیواد ته ددې ښکارندې له لوري لوی ګواښ شتون لري. اوس هم د ایران په سویلي او ختیځو سیمو کې ډيری ترهګریزې ډلې فعالیت لري. په دې سیمو کې په تیرو کلونو کې ډير وخت د وسله والو او حکومتي سرتیرو ترمنځ نښتې رامنځ ته شوې چې له امله یې ډيری مرګ ژوبله اوښتې او ډیری مالي زیانونه یې اړولي دي. تر ټولو خو په زړه پورې داده چې ایراني چارواکي وایي د دې ترهګرو ځالې او مرکزونه هم په پاکستان کې شتون لري، نو له دې مخې افغانستان او ایران له یوه سوري چیچل کیږي او د ایران خیتځې سیمې په ځانګړې توګه د سیستان او بلوچستان د سیمو په هکله افغانان ښه درک لري او حس کولایی یې شي.

د نشه یي توکو قاچاقو په هکله هم دواړو خواوو خبرې کړي دي. ایران له افغانستان او پاکستان څخه ترکیې او بیا نورو هیوادونو ته د نشه یي توکو د ترانزیت ښه لاره ده او دا ښکاره خبره ده چې ایران له دې لارې ډير زیان ګالي چې ددې هیواد په ځینو سیمو کې مافیایي او د نشه یي توکو قاچاق وړونکي ډلې په ښه توګه روزنه تر لاسه کولای شي. له دې سره چې ایراني سرتیرو په تیرو وختونو کې په لوړه کچه د نشه یي توکو د تر لاسه کولو او د قاچاق وړونکو په برخه کې ښې لاسته راوړنې لري خو دې لاسته راوړنو ونشوو کولای تر څو د ایران له لارې د نشه یې توکو د مخنیوي لامل شي.

د افغانستان او ایران کلتوری اریکی هم تاریخی دی او دا ښکاره خبره ده چی ددی دوارو هیوادونو ترمنخ کلتوري اریکی پراخی دی د افغانستان ایران کلتوری اریکی د بهرنیو نورو هیوادونو لپاره د همکاریو له لویی برخی خخه شمیرل کیزی او دا برخي د دوارو هیوادونو په جرو کی خای لری خو ددی سفر په لر کي چي خه د اهمیت ور دی په خانگری توگه د افغانانو لپاره د ترانزیت او اقتصادی همکاریو برخه ده هغه اقتصادی برخه چی د ایران د چابهار پر بندر را گرخی

اجرایي ریس د چابهار له بندره لیدنه وکړه په دې لیدنه کې چې د ایراني چارواکیو په ګډون تر سره شوې دواړو خواوو تر نږدې راتلونکې ددې بندر پر چمتوالي ټینګار کړی دی. د چابهار بندر که چیرې پرمختګ وکړي او دا بندر ګټې اخستنې ته وسپارل شي د افغانستان ایران او هند ترمنځ به په لویه ترانزیتي لاره بدل شي چې ګټه به یې تولې سیمې ته رسیږي. ددې بندر هوکړه لیک په دیارلس سوه یو نویم کال کې د افغانستان هند او ایران د مشرانو ترمنځ لاسلیک شو او له هغې مودې راهیسې دډې لارې په جوړلو ډيرې هڅې شوي دي. اوس مهال په دې بندر کې پنځوس هکتاره ځمکه د افغان سوداګرو لپاره ځانګړې شوې ده. او هند ویلي چې د ممبیي له بندر سره به ددې بندر د نښلولو ټولې چارې پر غاړه واخلي. د چابهار بندر د افغانستان لپآره حیاتي ارزښت لري. او دهیواد لپاره یواځینۍ ترانزیتي لاره شمیرل کیږي.

د افغانستان سودګری په سنتي ډول د پاکستان له لویو لارو سره نښلیدلې ده خو له تیرې نیمې پیړې راهیسې له کله چې د دواړو هیوادونو ترمنځ اړیکې ترینګلې شي اسلام آباد له دې لارې د سیاسي فشار په توګه کار اخستی او ډيری وخت یې دا لاره د افغان سوداګرو پر مخ تړلې وي دې ته په کتو سره د چابهار موضوع نه یواخې چې د پنځوسو کلونو مسله ده بلکې له ډيرې مودې راهیسې دا بهیر دوام لري ددې لارې جوړول پّ ایران کې داسلامي انقلاب په رامنځ ته کیدو او په افغانستان کې د د اوه پنځوسم کال په کودتا سره وځنډیدل او اوس دواړه هیوادوه غواړي ترڅو دا لاره ګټې اخستنې ته وسپاري او له دې لارې خپلې سوداګرۍ ته وده ورکړي.

خو د سیاسي اړخه، ایران ته د اجرایي ریس په مشری د افغاني پلاوي سفر په داسې حال کې تر سره کیږي چې ایران د شیخ النمر داعدام په تړاو له سعودي عربستان سره تر ترینګلو اړیکو تیریږي او د کابل او تهران ترمنځ اقتصادي اړیکې چې له شک پرته د پاکستان غبرګون به له ځان سره ولري د اسلام آباد چارواکي یې حساس کړي دي. په داسې حالاتو کې له ایران سره د افغانستان اړیکې به د سعودي عربستان او پاکستان له اړیکو سره په ټکر کې وي چې دا به د افغانستان په بهرني سیاست کې ډيرې ستونزې رامنځ ته کړي.

پّ تیرو کلونو کې د افغانستان بهرنۍ سیاست په بې پلویتوب ولاړ وو خو دا سې مالومیږي چې ډګر ته د افغانستان پّ ورتګ سره او په عملي توګه یې په کار پیلیدو سره نور نو دا سیاست کارنده ندی. دا طبعي خبره ده چې بهرنۍ سیاست د یوه هیواد د ملي ګټو له مخې رامنځ ته کیږي او په دوهم پړاو کې بیا د مقابل لوري ګټې په پآم کې نیول کیږي. د بې پلوي توب اصل په هغه څای کې په کار راځي چې یو هیواد په خپلو چارو کې د بل هیواد څخه د ګټو د تر لاسه کولو په فکر پاتې نشي او یا په عملي توګه د ممکنه ګټو تعریف شتون ونلري. خو کله چې افغانستان په عملي توګه د ځینو پلانونو د پلي کیدو لپاره ګام پورته کوي روښانه خبره ده چې د یو شمیر هیوادونو لکه سعودي عربستان سره د سیاست او له پاکستان سره د اقتصاد په برخه کې به ځینې ټکرې رامنځ ته کیږي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *