ځینو خلکو له ولسمشر غني وغوښتل چې ننګرهار کې د داعش ضد د پوځي عملیاتو امر ورکړي

ولسمCDB13149-886C-488C-B16C-0D34073AC004_w640_r1_sشر محمد اشرف غني د څلور ختیځو ولایتونو د مشرانو دیني عالمانو او مخورو سره د خبرو لپاره د یکشنبې په ورځ جلال اباد ښار ته ولاړ.

ولسمشر غني د خلکو له استازو سره د لیدلو په مهال وویل چې د خلکو په مرسته او ملاتړ به د داعش پر مورچلو هوايي بریدونو ته دوام ورکړي. ښاغلي‌ غني د ختیځو ولایتونو د امنیت سمبالولو لپاره د ملي‌ وزارت د سرپرست او د خپل د ملي امنیت د سلاکار هڅو ستاینه وکړه او وې ویل چې د داعش خلاف نور پوځي عملیات به هم پلي شي.

د ننګرهار یو قومي مشر ملک حاجي نذیر جمهوررئیس غني ته وویل، که یو ځل له ننګرهارڅخه د داعش او طالبانو وسله وال وباسي نو بیا به ددغه ولایت ولسونه هغوی په خپل ولایت کې پرینږدي.

حاجي نذیر وویل “دلته ننګرهار ته دوه طبقې خلک راغلي دي چې د افغانستان وضع یې نا ارامه کړې ده، چې یو د طالب په نوم اول طالب و، اوس یې یو بل زوی پیدا شو چې داعش ورته وایي دا دوه طبقې راغلي د ننګرهار وضع یې ناارامه کړې ده”.

د ننګرهار د ولایتي شورا منشي ذبیح الله زمري په دغه ولایت کې د فساد او په ځانګړي ډول د زورواکانو له خوا د ننګرهار د کانال د ځمکو د غصب مسلې یادونه وکړه.

دغه راز، ښاغلي زمري د ننګرهار ولایت د اداري چارواکو د بدلیدلو غوښتنه هم وکړه.

ټاکل شوې چې جمهوررئیس غني به د کونړ، لغمان او نورستان د مشرانو سره هم ورته غونډې ولري.

جمهوررئیس غني به د دغو غونډو په پای کې د ختیځو څلورو ولایتونو مشرانو او مخورو یوې ګډې غونډې ته وینا وکړي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *