چابهار یواځی ددی هیواد اقیانوسی بندر دی او د سیستان بلوچستان ایران جنوبی خاوری دی چی دهند په اقیانوس کی او د عمان په ځنډه کې شتون لري لنګر ګاه د بیړیو دریدو ځای اقیانوس کې شتون لری چی دایران آزاد تجارتی سیمی دی

چابهار بندر دښه موقیعت په دلیل چی نژدی ترینه لاره ده او د منځنی آسیا هیوادونه له بل سره نښلوی لکه افغانستان،ترکمنستان ،ازبکستان، تاجیکستان، قرقیزستان، او قزاقستان هیوادونه آزادو اوبو کی شتون لری او له ډیری اهمیت ځخه هم برخمن شوی او ډیری پchabahar_port_170913انګونی هم په دی سیمه کی لګول کیږی لکه دبندرونو جوړول او دلویی باروړونکو بیړیو لپاره د تمځای رامنځته کول اود اورګاډی پټلی به هم رامنځ ته شی

چابهار له دې سربیری چی تجارتی موقیعت لری ډیری طبیعی او تاریخی جاذبی درلودونکی دی ددی ښار آب اوهوا ډیر ښه او معتدله او همیش اوړی وی چی دی همدی دلیل به کبله چابهار نومیږی

اقتصادی او تجارتی موقعیت

دملل متحد دځیړونکو دځیړنو له مخی د نړیوالی لیږد اورالیږد له مخی نیمایی لیږد او رالیږد دمنځنۍ ختیځ له لاری نوری سیمو ته لیږدول کیږی ترازیتی لاری له دریو لاری ځخه چی کارپوهانو یې وړاند وینه کړی دوه یې له ایرانه تیریږي او دچابهار لاره د نړی لودیځ او ختیځ مهمه نښلونکی لاره شمیرل کیږی

دا ترانزیتی لاره په چین کی له ابریشم دروازی شروع کیږی او ددی هیواد اقتصادی زړه یعنی کانتون ولایت تغذیه کوی او سویل ختیځ سیمی سره یی نښلوی چی ددی لاری په لړ کی هندوستان ته ننوځی اوتر پوښښ لاندی مهم ښارونه ددی ناحیی لکه کلکته، ناکپور، جایپور، حصیرآباد، کراچی اوبن قاسم سیمی یی چابهار ته رسیږي

دآسیا په زړه کی په وچه کی دشپږو هیوادونو چابهار بندر یواځینی دی هیوادونو ته آسانه او ډیره ښه لاره داوبو آزاد لاره ده

چابهار بندر دستراتیژی موقیعت او دمځکی او سمندری نژدی له لاری له کاونډیو او نژدی هیوادو سمندرونو ته دهند اقیانوس ډیری په تجارتی، اقتصادی، سیلانی، دکالیو او مساپرو له لوری ډیره ښه سرمایی دنړی هیوادونو په ځانګړی توګه افغانستان اوباکستان ته جوړولی شی

چابهار دآزادی سوداګریزی سیمی په درلودلو سره دخلیج په ختیځ کی دوهم لوی سوداګریز سمندر شمیرل کیږی. دا بندر د بلوچستان او سیستان ولایت په سویل کې د اقیانوس او آزادو اوبو چې د عمان سمندر ته نږدې پروت دی ډير مهم رول لري.

افغانستان لپاره اقتصادی اهمیت

د چابهار بندر د ساتنځایونو لپاره ځانګړې تخفیف او امتیازات لري په دې بندر کې د بندري باربري او د بارونو د تخلیې لپاره ځانګړتیاوې په پام کې نیول شوې دي.

د دې بندر د پلان په بشپړیدو سره به. د چابهار له لارې د مساپرینو د لیزد را لیږد هوایي ډګر د رامڼخ ته کیدو د کانونو د توکیو د صادرولو او په نور توکیو د لیږد رالیږد په برخه کې ځانګړې سیمې او ودانۍ رامنخ ته شي.

افغانستان په بشپړه توګه یو وارداتي او په وچه کې را ګیر هیواد دی. د اوبو له لارې ددې توکیو لیږد ډير لږ لګښت درلودلی شي او په هیواد کې پانګونې ته لاره هواره وي.

له دې مخې افغانستان ته د چابهار بندر نږدېوالي ته پّ کتو سره او له دې لارې د سوداګریزو تعرفو کمښت له امله کورنیو او بهرنیو پانګوالو دې برخې ته پاملرنه کړې ده او دا مسله ددوی د پاملرنې وړ ګرځیدلې ده.

همدارنګه ددې سیمې اوبو او هوا ته په کتو سره شونې ده چې ټول کال له دې لارې توکي صادر او وارد شي.

ددې ترځنګ یوه لویه لاره چې له کندهار او هرات سره نښلول شوې د اورګادي پتلۍ د رامڼخ ته کیدو پلان هم تر لاسه لاندې نیول شوی دی او ددې اورګاډي د پټلی د جوړښت مسولیت هندیانو پر غاړه اخستی دی او دا لاره دا سیمه له حاجه ګک سره نښلوي. ددې پټلی دوهمه برخه چې ایرانیان یې په رغاونې بوخت دي د ایران مشهد ښار له هرات سره نښلوي اوله دې سیمې څخه د ترکیې په لور غځیدلې ده.

اوس دې ته په کتو سره چې د هیواد نیمایي د سوند توکي له ایران څخه هیواد ته واردیږي او اوسنۍ لارې ډير لګښت لري. د چابهار لارې په جوړښټ سره به نه یواځې چې ددې توکیو را لیږد لږ لګښت ولري بلکې ډيریو کسانو ته به د کار زمینه رامنځ ته او وارداتي توکي به په ډير لږ لګښت سره هیواد ته راوړل کیږي.

همدارنګه باید په ځینو برخو کې د افغانستان او پاکستان د اړیکو ترینګلتیا ته هم کتنه وشي هغه ترینګلتیا ته چې ډیری وخت یې د د واړو هیوادونو ترمنځ د ترانزیتي په برخه کې بده اغیزې درلودلې دي ځکه چې اوس مهال د پاکستان له لارې له هیواده صادریدونکي توکې لږ لګښت لري. د چابهار بندر په فعالیدو سره به نه یواځې چې دا ستونزه به لږه شي بلکې افغانستان ته را وارد شوي توکي به هم لږ لګښت ولري.

همدارنګه د چابهار له بندره به ګټه اخستنه د افغانستان هندوستان او ایران ترمنځ د سوداګرۍ برخې ته هم وده ورکړي. ویل شوي چې له چابهار بندر څخه به ګټه اخستنه تر نږدې راتلونکې پیل شي.

تر اوسه هم د افغانستان ترانزیتي لارې له ښه امنیت څخه برخمنې ندي او باور کول پرې ناشونې بریښي د امینت له اړخه د افغانستان سوداګري له ډيریو ستونزو سره لاس او ګریوان ده . له دې سره چې افغانستان له پاکستان سره د سوداګریزو تړونونه لاسلیک کړي چې له مخې یې باید ترانزیتي ستونزې هوارې شي، خو په خواشینۍ سره چې دا ستونزې اوس هم روانې دي او د له منځه وړلو لپاره یې کار ندی شوی.

له دې څخه د تر لاسه شوي تفسیر له مخې، دا تمه ده چې ایران ته د اجرایي ریس په سفر او له چابهار بندر څخه په لیدنې سره د افغان سوداګرو لپاره ښه وخت په لاس راشي او له دې لارې د نړۍ نورو هیوادونو ته افغان توکیو د صادراتو لپاره لاسته راوړنه تر لاسه شي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *