د کندز ولايت امام صاحب او دشت ارچي ولسوالۍ د وسله والو طالبانو د زدکړې په مرکزونو اوښتې دي
د کندز ولايت امام صاحب او دشت ارچي ولسوالۍ د وسله والو طالبانو د زدکړې په مرکزونو اوښتې دي
د امام صاحب ولسوال له دي سره ويلي وسله وال طالبان له همدي سيمي شمالي ولايتونو ته استول کيږي
د امام صاحب ولسوال ښاغلي قريشي له رسنيو سره په مرکه کي ويلي: د دشت ارچي ولسوالی ډيری سیمه چې د خواجه غار ولسوالۍ تر پولې غځیدلې او پنځه ویشت کیلو متره واټن لري د وسله والو طالبانو په لاس کې ده. دده په وینا د وسله والو طالبانو تش په نامه والیان، ولسوالان او نور لوړ پوړي چارواکي په همدي سیمه کې ټاکل کیږي، ځانمرګي بریدګر او نور جنګیالي له دې سیمې شمالي ولایتونو ته استول کیږي.
د امام صاحب ولسوال زیاته کړې: په دې سیمه کې د ازبیکستاني، تاجکستاني، چیچیني او پآکستاني دوه سوه طالبانو په ګډون یو زر پنځه سوه طالبان فعالیت لري. دوی ویلي په روان کال کې له الف بیردي، قرغان تپې، جوی بیګم، نوآباد او ګنبد له سیمو بیځایه شوي او له ډيریو ستونزو سره لاس او ګریوان دي.