د هند لومړي وزیر وړمه اونی افغانستان ته راغی ترڅو د پارلمان نوی ودانی له پرانستلو سره چی ددی هیواد په مالی مرسته رغول شوی د کابل او نوی دهلی ترمنخ د اریکو نوی پراو پیل کری هند په دی وروستیو کی ومنله چی افغانستان ته به خلور ام ای پنخه ویشت دوله خرخی الوتکی ورکوی او افغان مسولینو_86332343_afghanistan_pakistan_quake_624_v5 له دی خخه دری الوتکی تر لاسه کری دی افغانستان ته د مودی سفر په بیلا بیلو سیاسی او تولنیزو ناستو کی له هرکلی سره مخ شو د ولسی جرگی په نوی ودانی کی د دی جرگی غریو یو اخی پنخه دیرش دقیقی د مودی وینا چی هر ارخیزه وه واوریده او دا وینا له دوه شپیته خلی له دیرو لاسونو پرکولو سره مل وه په تولنیزو شبکو کی هم د هند مالی مرستو ته په مثبته توگه وکتل شول او دا ددی شکارندویی کوی چی مودی خومره د افغانانو زرونه خپل کری دی

په دوه زره څوارلسم کال کې د مودې له لومړي وزیرتوب او په هند کې د دوه سوه میلیونی مسلمانانو له اندیښنو وروسته د هند او ددوی اسلامی هیوادونو په ځانګړې توګه له پاکستان سره اړیکې ترینګلې شوې خو اوس د مودې د سیمه ایز سیاست له مخې داسې ښکاري چې دی اوس مهال د خپل ګوند ګټو په لټه کې نه بلکې د سیمې او ګاونډیو هیوادونو د ګټې په لټه کې دی. او په خپل بهرني سیاست کې یې د لید کړۍ لویه کړې ده. له بلې خوا په سویلي آسیا کې د بنسټپالی او تاوتریخوالي کچه لوړه شوې، چې له دې مخې یې د سیمې او نړۍ هیوادونه دې ته اړ کړي ترڅو د ترهګرۍ او بنسټپالی په هکله هغه لارې خپلې کړي چې له مخې یې د ټولو ګټې خوندي کیږي او ترهګرو ته پکې زیان رسیږي او دا مسله هغه مسله ده چې د نړۍ تر ټولو ستر دیموکراسي غوښتونکی هیواد یې هم دې ته اړ کړ ترڅو له خپل دریځه لاس واخلي. مودې اوس په دې پوه شوی چې د هند ګاونډي هیوادونه به باید ددې پر ځای چې له دوی سره د ترهګری په تړاو له تاوتریخوالي کار واخستل شي، د سوداګری او پانګونو په مرکز بدل شي ترڅو په دې سره هند او د سیمې هیوادونه له امن او ټیکاو سره مخ وي. دې ته په کتو سره هندي چارواکي دا هڅه کوي ترڅو خپل هیواد د سیمې په کچه د بشر دوستانه او ترهګرۍ پر ضد په مرکز بدل کړي.

هند اوس په دې پوه شوی چې پر خپلې کورنۍ اوضاع څارنه او ساتنه، له دې پرته چې سیمه ایزې ستونزې له هیره وباسي ددوی په ګته نه ده، بلکې پّ سمیه ایزه او نړیواله کچه ددې هیواد ګتو ته زیان رسوي او ددوی لپاره ګتورې پایلې نشي درلودلی. نو له دې مخې دا هیواد هڅه کوي ترڅو له بیلا بیلو لارو لکه اقتصادي ودې ته د لارې هوارول، کلتوری او امینتي هڅو له مخې د خپل او نورو ګاونډیو هیوادونو ته زمینه رامنځ ته کړي. هند غواړي ترڅو په سیمه کې د ستونزو د کچې په ټیټولو سره د لویو او ګټورو هیوادونو په کتار کې د ځان لپاره لاره پرانیزي چې په دې سره به نور دا هیواد په خپله هم له سیمه ایزو سیالیو او بدبینیو څخه په امن کې پاتې شي. بله خوا افغانستان ته له سفر وروسته د هند لومړي وزیر نراندرا مودي، له کله چې د هند د لومړي وزیر په توګه ټاکل شوی د لومړي ځل لپاره پاکستان ته سفر درلود او دده سفر ته د دواړو هیوادونو ترمنځ چې اټومي ځواک لرونکي هیوادونه دي په ښه سترګه وګورو.

د هند او پاکستان اریکې له کله چې پاکستان خپله خپلواکي تر لاسه کړې او له دې مسلې شپیته کاله تیریږي د دواړو هیوادونو ترمنخ د کشمیر د مسلې په تړواو تل ترینګلې پاتې شوي دي او پاکستان ته د هند لومړي وزیر سفر ددې ښکارندویي کوي چې مودي د سیمې په کچه د نویو موخو او اهدافو په لټه کې دی او غواړي حالاتو ته بدلون ورکړي.

کابل او لاهور ته د مودی له سفر وروسته د پاکستان د پوخ ستر درستیز راحیل شریف هم کابل ته سفر درلود راحیل شریف د پاکستانی پوخ مشر چی ویلی شو ددی هیواد تولی سیاسی برخی ددوی په لاس او واک کی دی دی کابل ته د ده د سفر موخه د افغان حکومت او وسله والو طالبانو ترمنخ د خبرو د بیا پیلیدو په هکله لیدنی وه کابل ته د سفر پر مهال راحیل شریف د افغان چارواکیو له بسیاری هرکلی سره مخ شو او ویل کیزی چی دا هرکلی د هغه هرکلی په موخه وو چی پاکستان ته له ولسمشر خخه شوی وو له دی سره د افغان چارواکیو دا غبرگون په بیلا بیلو سیاسو ناستو کی تر نیوکی لاندی راوستل شو

پآکستان ته دمودي سفر ناببره وو چې ډيری یې د رسنیو پاملرنه ځان ته را وګرځوله. په ځانګړې توګه د افغانستان په هکله. هند او پاکستان بیلا بیلې تګلارې لري نو له دې مخې پاکستان ته د ښاغلي مودي سفر له ځآنګړو ځانګړتیاوو څخه شمیرل کیږي. نارندرا مودي پآکستان ته لاړ ترڅو خپل پخواني سیال هیواد ته ووایي چې د شخړو رامنځ ته کول او د تاوتریخوالي لارو خپلول د هیڅ هیواد په ګته نه دي او نه هم په سیمه کې امنیت او ټیکاو رامنځ ته کولای شي. ده په دې سره دا هم خپل سیال هیواد ته وښوده چې هند پّ سیمه کې د ښو اړیکو د رامنځ ته کولو په لټه کې دی. له دې سفر وروسته د پاکستان د پوځ مشر راحیل شریف کابل ته راغی او له افغان چارواکیو سره یې دملګرتیا او دوستی په فضا کې وکتل خو اصلي ستونزه پر خپل ځای پاتې ده هغه دا ستونزه ده چې دا د پخلاینې خبرې به څه وخت او کله ګتورې پایلې ولري. له دې سره به دا خبرې له کلونو هڅو وروسته عملي بڼه خپله کړي او که به بیا هم جګړې او ناخوالي دوام ولري. دا موضوع تر اوسه روښانه نه ده او د پآکستان له ریښتینولیو ګامونو سره تړاو لري. باید دی ته هیله مند پاتې شو چې د پاکستان ته د هند لومړي وزیر سفرښې او ګتورې پایلې له ځان سره ولري. ددې دوه هیوادونو له ښو اړیکو ډيره ګټه افغانستان ته رسیږي او کولای شي دا اړیکې په افغاسنتان کې د سولې او ټیکاو د رامنځ ته کیدو لامل شي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *