هلمند یو ځل بیا د رسنیو په خبرونو کې سرټکی خپل کړل په داسې حال 08B40C0F-B429-4DAC-94F6-F4D15A19CECE_w640_r1_sکې چې له دوه کلونو راهیسې له دې ولایت څخه بهرني ځواکونه وتلي او امنیت یې ګواښونکی شوی دی. په سنګین ولسوالۍ کې تیره اونۍ سنګین بریدونه تر سره شوي دي. سیمه ایز چارواکي وایي، ددې ولسوالۍ په بیلا بیلو سیمو کې درنه جګړه روانه وه او د ولسوالی مرکز یې له سقوط سره مخ کړی وو حتی تر دی ویل شوي وو چې دا ولسوالی په بشپړه توګه د وسله والو مخالفینو لاس ته ورغلې ده. په هلمند ولایت کې حالات په داسې حال کې کړکیچن ښودل شوي چې په دې هکله یو ډول ریپوټونه نه دي ورکړل شوي. په داسې حال کې چې ددې ولسوالی په بیلا بیلو برخو کې د ناامنیو په هکله ریپوټونه ورکړل شوي دي همدارنګه ویل شوي چې په دې ولایت کې د افغان امنیتي ځواکونو اکمالات هم له خنډونو سره مخ وو او د همدي بهیر له امله چې د بدخشان ولایت په وردوج او یمګان ولسوالیو کې رامنځ ته شوی د دیریو افغان سرتیرو دمرګ ژوبلې لامل ګرځیدلی دی.

په هلمند ولایت کې حالاتو په داسې حال کې کړکیچن شوي چې په دې هکله د هلمند سمیه ایز او مرکزي چارواکي په ډې هلکه بیلا بیل مالومات ورکوي او مونږ مخکې له دې د کندز ولایت د سقوط او نورو برخو په هکله هم ددې ډول څرګندونو شاهدان یو چې په دې هکله یې بې ځوابه پوښتنې رامنځ ته کړې دي چې د کندز ولایت د سقوط پر مهال هم او اوس د سنګین ولسوالی د سقوط په تړاو هم ستونزی د نا همغږۍ له امله بلل کیږي

د ملګرو ملتونو امنیت شورا تیره اونۍ له دې سره چې پر طالبانو یې بندیزونه تر نورو اتلسو میاشتو وغځول په افغانستان کې یې د داعش ترهګریزې ډلې د شتون په هکله هم خبرداری ورکړ. دا ددې ښکارندویي کوي چې په افغاسنتان کې د داعش شتون ته باید په بیغورۍ سره ونه کتل شي. دا سمه ده چې اوس مهال په افغانستان کې د داعش شتون تر ډیره اندیښنې وړ او ګواښونکی نه دی خو د تیر یوه کال حالات ددې ښکارندويي کوي چې دا ډله په ډيرې چټکی سره پر مخ روانه ده او په افغانستان کې ددې دلې لوری د عراق او سوریې په ډول ندی. داعش په افغانستان کې په بیغمه زړه او له کومې ویره پرته خپل ایدیولوژیکي فعالیت ته دوام ورکوي د خلافت راډیو په لاره اچوي او په پراخه توګه په خپله ګټه تبلیغات کوي. تراوسه د داعش شتون د جګړې په ډګر کې کم رنګه دی او د ننګرهار ولایت پرته یې په نورو سیمو کې په جګړه لاس نه دی پورې کړی خو ورو ورو د سرتیرو په جذبولو بوخت دی. دې ته په کتو سره وسله والو طالبانو د افغان حکومت پر وړاندې خپلو بریدونو ته زور ورکړی او په لوی لاس یې د داعش ژرندې ته اوبه ورکړې دي، دا حالت به دوام ولري او د طالبانو په مشرۍ کې اختلافاتو ته په کتو سره به د طالبانو ډله وویشل شي او ددې ډلې ډيری غړي به له داعش سره یوځای شي چې په دې سره به په افغانستان کې د داعش ډله چې کورنی او بهرني جنګیالي به ولري ځواکمنه او د افغانستان پر وړاندې به لوی ګواښ رامنځ ته کړي چې ورپسې به یې موخه د نورو سیمو او هیوادونو نا امنه کول وي.چې هغه مهال به یې کابو کول د ټولو له وسه وتلې خبره وي.

حتی یوه هیواد هم د سوداګرۍ په نړیوال سازمان کې د افغانستان غړیتوب ته منفي رایه ورنکړه. افغانستان په دې سازمان کې د غړیتوب غوښتنه یولس کاله وړاندې کړې وه. د سوداګرۍ نړیوال سازمان د هیواد اوسنیو حالاتو ته په کتو سره افغان حکومت ته پنځه کاله وخت ورکړی ترڅو خپل ټول سوداګریز قوانین ددې سازمان له معیارونو سره برابر کړي. اوس مهال تاجکستان چین او پاکستان د سیمی یواځینی هیوادونه دي چې په دې سازمان کې غړیتوب لري.

د ډبلیو ټي او   سوداګریز سازمان چې په نولس سوه پنځه نویم کال کې رامنځ ته شو یو نړیوال سازمان دی چې د سوداګری نړیوال قوانین رامنځ ته او په ډې برخه کې ستونزې هواروي او اوس مهال په یوه لوی نړیوال سازمان اوښتۍ دی. دا سازمان د د تبعیض له منځه وړلو د سوداګرۍ د آزادۍ عادلانه تجارت   روڼتیا د تګلارو په ځانګړیتا او د ودې په حال کې د هیوادونو د سوداګری سره د بیل والي به اړخونو کې کار کوي. اوس مهال د سوداګړۍ نړیوال سازمان د نړۍ په کچه د سوداګرۍ د ستنې د تینګښت په حال کې دی نو له دې مخې ددې سازمان غړي د خپل فعالیت د لمنې غځولو په هڅه کي دي او غواړي د نړۍ په هره برخه کې دا برخه تر خپل پوښښ لاندې راولي ترڅو په دا برخه تر د یوې ادارې او په ځانګړو قوانینو سره فعالیت وکړي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *