د يمن په هکله د پخلايني په خبروکي پرمختگ شوی دی د اوربند رامنځ ته کول د خبرو دوام د کلابندۍ پای ته رسول او بشري مرستو ته د لارو هوارول له8ff73829a80c0582c8955b7ba6fe621a_XL دي پرمختگونو څخه شميرل کيږي

په جینو کې د یمن حکومتي او حوثیانو ډلې د استازو ترمنځ له خبرو وروسته د یمن بهرنیو چارو وزیر ویلي دواړو خواوو تر یوې بلې اونۍ د اروبند پر پلي کیدو هوکړه کړې ده. د یمني ډلو ترمنځ خبرې د ملګروملتونو تر څار لاندې یوه اونۍ وړاندې پیل شوې او اوربند هم رامنځ ته شو خو له دې سره چې دواړو خواوو یو او بل له اوربنده په سرغړونو تورن کړل

د یمن بهرنیو چارو وزیر ویلي: دواړو خواوو یوې هوکړې ته د رسیدو او په یمن کې د ستونزې د هواری په هکله هوکړه کړې ده.

عبدالمالک مخلفي – ” مونږ د اوربند د غځیدو په هکله هوکړه کړې ده او زه دا اعلان د ولسمشر له لوري کوم مونږ دا موضوع ملګرو ملتونو او د ایتلاف غړیو ته رسولې ده د اوربند غځیدل د حوثیانو له لوري له نه سرغړونې سره تړواو لري.”

مخلفي زیاته کړې: د حالاتو د څارنې په موخه د ملګرو ملتونو د کارپوهانو تر نظر لاندې د یوې ګډې کمټې په رامنځ ته کیدو هم هوکړه شوې ده. د یمن لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې استازی هم په یوه ناسته کې وویل: له دې سره چې د دواړو خواوو له لوري اوربند په بشپړه توګه پلی شوی نه دی خو ځینې هوکړې شوې دي او دوه اونۍ وروسته به د یمن خبرې بیا پیل شي.

اسماعيل ولد شيخ احمد – ” دواړو خواوو د باور جوړونې   د میکانیزم په رامنځ ته کولو او د بندیانو پر تبادلې هوکړه کړې ده له دې سره دواړو خواوو منلې چې د ملګرو ملتونو تر څار لاندې به یوه کمیټه رامنځ ته کوي او بشر دوستانه مرستو ته به لاره هواروي او خبرو ته به دوام ورکوي.”

له کله چی په یمن کې له نهو میاشتو راهیسې جګړه او عربستان پّ مشری هوایي بریدونه پیل شوي له امله یې شپز زره کسان وژل شوي دي خو اوس د ملګرو ملتونو استازي هیله مندي ځرګنده کړې چې کیدای شي ډير ژر ددوی ترمڼځ یو اوربند رامنځ ته شي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *