خو “جیروزالم پوسټ[القدس] ” ورځپاڼې ویلي، ۱۱ ښځو ادعا کړې چې “شالوم پرې جنسي تېری کړی”.

رپوټونه وايي، د اسرائیلو د کورنیو چارو او د لومړي وزیر مرستیال سیلفان شالوم د جنسي تېري تورونه وو، چې بالاخره په کنیست (پارلمان) کې یې په ښکاره له خپلو دندو استعفاوې وکړې151221034927_shalom_israel_640x360_reuters_nocredit.

په اسرائیلي رسنیو کې د نوموړي د جنسي تېري په اړه خبرونه خپاره شول.

شالوم د یکشنبې په ورځ په یوه خبرپاڼه کې وویل “په دې وخت کې، مې د وزارت له څوکۍ استعفا وکړه او پارلمان کې هم نور وکالت نه کوم”.

په اعلامیه کې دا هم راغلي چې “زما کورنۍ په بشپړه ټوګه زما ملا تړي”.

د نوموړي د خبرپاڼې په غبرګون کې د اسرائیلو د عدلیې وزارت ویلي، د اسرائیلو لوی څارنوال پولیسو ته د شالوم پرضد د خپرو شویو تورونو د سپیناوي په اړه د څېړنو امر کړی.

د اسرائیلو رسنیو او په تېره بیا کیڼ اړخې “ها آریټس” داسې دلایل راوړي، چې ګني د شالوم په دفتر کې نوموړي پر ځینو ښځینه کارکوونکو جنسي تېري کړ دي.

یادې ورځپاڼې تېره اونۍ ویلي وو، یوې کارکوونکې نوموړی په جرم تورن کړی، خو پولیسو ته یې رسمي شکایت نه دی کړی.

ورځپاڼې ویلي “دغې ښځې ویلي، له تېرو ۱۰ کلونو راهیسې شالوم ترې غواړي چې د هغه جنسي غوښتنې پوره کړي، ځکه چې هغه له خپل واکه د ناوړه ګټې هڅه کوي”.

تېر کال هم ورته ادعا هغه مهال راپورته شوه، چې د بنیامین نتنیاهو په مشرۍ لیکود ګوند ته منسوب شالوم د دولت ریاست ته ځان کاندید کړ.

خو وروسته ځینو ښځو ورته ګواهۍ ورکړې.

“ها آرټس” ورځپاڼې د یکشنبې په ورځ د راپور له خپرېدا وروسته وویل “ځینو ښځو ادعا کړې چې شالوم پرې جنسي تېري کړي دي”.

خو “جیروزالم پوسټ[القدس] ” ورځپاڼې ویلي، ۱۱ ښځو ادعا کړې چې “شالوم پرې جنسي تېری کړی”.

ورځپاڼه کاږي، په کنیست (پارلمان) کې د شالوم څوکۍ د لیکود ګوند د لومړي مرستیال او همجنس باز امیر اوهانا حق دی.

د ویلو ده چې په اسرائیلي سیاستوالو کې ګڼ کسان په جنسي تېریو تورن شوي، چې تر ټولو مشهوره قضیه یې د ولسمشر موشي کاتساف د تښتونې او جنسي تېري وه.

موشي کاتساف په ۲۰۱۱ کال د جنسٍي تېري په جرم اوه کاله زنداني شو.

موشي کاتساف په ۲۰۱۱ کال د جنسٍي تېري په جرم اوه کاله زنداني شو.

د روان کال په جنورۍ کې، د اسرائیلو لوی څارنوال یهودا واینشټاین وویل، چې پر پولیسو باور مه بایلئ.

خو په ځینو رپوټونو کې د لوېدیځې تراډې، القدس د پولیسو مشران او مرستیالان یې هم په جنسي تېریو تورن شوي وو.

د اسرائیلو پوځ د جنسي تېریو له اړخه په هډونو پاک نه دی ګڼل شوی.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *