د لاس ويګاس پوليسو د ټويټر په يوه پيغام کې ويلي، چې موټر چلوونکی اوس د امنيتي ځواکونو په توقيف کې دی151221065116_las_vegas_640x360_reuters

چارواکي وايي د امريکا په لاس ويګاس کې يوه موټر چلوونکي په پليو کسانو موټر ور خېژولی چې له امله يې يو کس مړ شوی او ۳۶ نور ټپيان دي.

پوليس وايي دا لا روښانه نه ده، چې دغه مرګونې حمله په لوی لاس شوې او که په موټر کې د تخنيکي ستونزې له امله رامنځته شوې ده.

دغه حمله د متحدو ايالاتو د نېوادا ايالت کې د پاريس لاس ويګاس هوټل مخې ته شوې ده.

د لاس ويګاس پوليسو د ټويټر په يوه پيغام کې ويلي، چې موټر چلوونکی اوس د امنيتي ځواکونو په توقيف کې دی.

د پوليسو چارواکي وايي په دغه پېښه کې د ټپي شويو اوو کسانو روغتيايي وضعيت د اندېښنې وړ دی.

دوی وايي د ترهګرۍ ضد پوليس سيمې ته ورغلي، خو وايي په دې اړه شواهد نه شته چې دا پېښه دې ترهګرۍ سره اړيکه ولري.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *