ولسمشر محمد اشرف غنی تیره اونی ترکمنستان ته سفر درلود او په دوه ناستو کی یی گدون کری دی چی یوه یی د تاپی پروژی د پیلیدو مراسم وو او بل یی هم د پرمختیا سولی او امنیت په برخه کی د نریوالو همکاریو ناسته وه خو شاغلی غنی ترکمنستان ته د سفر په لر کی بیلا بیلو ناستو کی گدون وکر ولسمشر ددی سفر په لر کی په ترسره139858_NpAdvHover شویو ناستو کی یو خل بیا د پاکستان پر سیاست نیوکه وکره دوی ویلی یو شمیر هیوادونه له مونز سره د همکاری پر خای ترهگر را استوی که خه هم ولسمشر د کوم هیواد نوم نه دی اخستی خو تول په دی پوهیزی پی د شاغلی غنی هدف کوم گاوندی هیواد وو

دا چې ولسمشر محمد اشرف غني ترکمنستان هیواد ته د خپل سفر په لړ کې یو ځل بیا خپل ګاوندی هیواد په دوه ګوني چلند تورن کړل یو ډول غیر معمولې کړنه ده په داسې حال کې چې مخکې له دې ښاغلي غني د پاکستان ناسته او سفر له لاسته راوړنو ډک ښودلی وو چې له مخې به یې تر نږدې راتلونکې له وسله والو طالبانو سره خبرې بیا پیل شي.

دا داسې یو ډول څرګندونې دي چې د ځواب موندل یې ستونزمن کار دی او په بشپړه توګه د دیپلوماتیکي اړخونو سره په ټکر کې. معمولې خو دا ده کله چې پر یوې موضوع هوکړه کیږي دواړه خواوې د خپلو ژمنو پر پلي کیدو ټینګار او ډیره هڅه کوي ترڅو د باور او اعتبار لاره هواره کړي. اوس پوښتنه دلته ده که چیرې اسلام اباد ته د ولسمشر سفر او په غونډو کې ګډون له لاسته راوړنو ډک وو نو ولسمشر ولي د دې سفر مخکې کړنو ته په نغوتې سره په ګاونډي هیواد نیوکه کوي او بیا هم د پاکستان له لوري د افغانستان په لور د ترهګرو د را استولو موضوع وړاندې کوي؟

او که چیرې د اسلام اباد ناسته په دې دوه اونیو کې نتیجه نه ورکوي او اسلام اباد د تیر په څیر هڅه کړې ترڅو د خپلو کړیو ژمنو د پلي کیدو لپاره د افغان پلاوي باور او اعتبار تر لاسه کړي او تر لنډې مودې بیا افغان ولسمشر پرې نیووکه کوي نو ولي په لومړیو کې دا سفر ګټور او له لاسته راوړنو ډک ښودل شوی دی؟

دا په دې مانا هم ده چې تر اوسه افغان حکوتم په دې هکله روڼتیا ته لاره نده هواره کړې او په دې هکله څرګندونې په ځانګړې توګه د ولسمشر دوه ګونی دریځ د پوښتنې وړ او ګونګ دی.

کابل بیا هم په هغه لاره روان دی کوم چې په تیرو دیارلسو کلونو پرې روان وو او په دې ستونزې سره مخ شوی وو. ولسمشر یوځل بیا د پاکستان آزموینه پیل کړې ده خو دا به په راتلونکې کې ولیدل شي چې آیا پاکستان د افغانستان په هکله خپل سیاست ته بدلون ورکړی او که نه. دا روښانه خبره ده چې پاکستان نشي کولای له طالبانو سره د همکاری له مخې له چین او امریکا سره خپلې اړیکې زیانمنې کړي. اوس مهال پاکستان په یوه څلور لاره کې بند شوی دی. له یوې خوا باید چین اوامریکا ته شکاره کړي چې دوی دافغانستان په سوله کې ریښتیني دي او هره څه یې چې له لاسه کیږي له افغانستان سره یې کوي او له بلې خوا افغانستان ته د طالبانو په رالیږدولو سره به پر طالبانو تاریخي واکمني او صلاحیت له لاسه ورکړي دې ته پّ کتو سره چې په تیرو وختونو کې د وسله والو ډلو په رامنځ ته کولو سره یې په ښه توګه خپلو موخو ته لاره هواره کړې وه او دا ډلې د پآکستان له ملاتړه برخمنې وې خو اوس ددوی له لاسه ددې ډولو وتلو دوی اندیښمند کړي دي.

خو له بلې خوا پاکستان یوې بلې ګټې ته لاس رسۍ پیدا کولای شي که چیرې د اسلام آباد څیړونکې حالات په ښه توګه و څیړې او ویي ارزوي کولای شي په ښه توګه د طالبانو ځای ناستي پیدا کړي.

په دې وروستیو کې په ترکمنستان کې د ټاپي پروژې کار پیل شو دې ته په کتو سره چې پاکستان انرژۍ ته سخته اړتیا لري او له دې لارې یې اقتصاد ته ډیر زیان رسیدلی د ټاپي پروژې د پلي کیدو له شیبې شماري. پاکستان اوس مهال له اټم پرته به څه نلري او دې موضوع دا هیواد د شنل کیدو تر کچې رسولی دی . له بلې خوا داسې ښکاري چې د اسلام آباد په ناسته کې افغان او پاکستاني چارواکیو د دیورند موضوع ته هم نغوته درلوده. په دې کې شک نشته کې چې د افغانستان په څیر پاکستان ته هم د دیورند کرښې په هکله له ډیره حساسیته کار اخلي او د افغانستان په هکله د پاکستان ډیری سرغړونې او ناغیړۍ هم په همدي موضوع تړل کیږي

له دې سره چې ښاغلي غني د دیورند کرښې مسلې حل له خپله واکه لوړه خبره ښودلې خو داسي ښکاري چې ښآغلی غني هم د خپل واک تر کچې غواړي دې تاریخي ستونزې ته د پای ټکی کیږدي او داسې هڅه کوي ترڅو دا کړکیچنه مسله د پاکستان له لاسه وباسي د دیورند مسله په داسې مسلې اوښتې چې حتی ځینې وخت یې په هکله فکر کول او څه ویل هم جرم ګنل کیږي.

 

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *