امريکا او انگليس هلمند ولايت ته د ځانگرو ځواکونو څلور ټيمونه استولي دي ترڅو په مستقيمه توگه په جگړه کي د برخي اخستلو ترڅنگ له افغان امنيتي ځواکونو هم ملاتړ وکړي

د رارسیدلو ریپوټونو له مخې امریکا او انګلستان هلمند ولایت ته د ځ354461انګړو ځواکونو څلور پوځي ټیمونه استولي دي ترڅو په جګړه کې د نیغې برخې اخستلو ترڅنګ له افغان امنیتی ځواکونو څخه ملاتړ وکړي. سیمه ایز چارواکي وایي وسله وال طالبان د هملند ولایت د څلورو سیمو واک په لاس کې لري او اوس مهال یې له لښکرګاه سره نږدې پولې له ګواښ سره مخ کړې دي. په تیر کال کې به دې ولایت کې د دوه زره په شاوخوا کې امنیتي سرتیري وژل شوی او یا هم ټپیان شوي دي.

په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو لوی قومندان په ډې هکله ویلي ددې ځواکونو لومړنۍ دنده د طالبانو له لوري د هلمند ولایت د سقوط مخنوی ده. څه موده وړاندی خانشین ولسوالۍ د طالبانو لاس ته ولویده.

اوس دې ولایت ته دري امریکایي او یو انګلیسي پوځي ټیم استول شوی او دا دې ولایت ته د له دوه زره ځوارلسم کال وروسته د بهرنیو ځواکونو د بیرته ګرځیدو ښکارندویي کوي. د امریکا د ځانګړو ځواکونو ویاند ویلي: ددوی دنده د پریکړنده ملاتړ ماموریت په کړۍ کې افغان امنیتي ځواکونو ته د مشورې ورکول ده خو له دې سره به د طالبانو پر وړاندې له افغان امینتي ځواکونو سره په جګړه کې هم برخه اخلي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *