د روسيي د د فاع وزارت معلومه کړه چې «اسلامي دولت» له عراق اوسوريي څخه په ناقانونه توګه تيل له دريو لارو څخه ترکيي ته ليږدوي. دامطلب د چهارشنبي په ورځ د روسيي د وسله وال پوځ د ستردرستيز داوپراسيون رئيس سرګي رود سکوي څرګند کړی دي.

« د تيلو دانتقال درې لارې ءوښانه شوي دي چې د «اسلامي دولت» ترهګره ډله يي د سوريي او عراق څخه ترکيي ته ليږدوي» دامطلب رود سکوی416310 څرګند کړی دي. د ده په خبره د تيلو د ليږدولو لويديځه لاره د مديتراني د ساحل څخه د ترکيي تر بندره پورې. شمالي لاره د پاتما دتيلو د چاڼ تر فابريکې او ختيځه لار- د الجزيره په سيمه کې د ليږد تر آډې پورې. د روسيي د دفاع وزارت د دغې خبري د ثبوت د پاره هغه انځورونه ښکاره کړل چې له سپوږمکۍ څخه اخستل شوي دي. چې د دفاع وزارت د پو ځيانو په قول \د «اسلامي دولت » تر ولکې لاندې د تيلو تانکرونه ليدل کيږي چې د ترکيي پر لور روان دي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *