د قانون پر پلي کيدو د څار کميسيون شپږ او سترې محکمي يو نوماند نن ولسي جرگي ته ور وپيژندل شول
![](https://middleeastpress.com/pashto/wp-content/uploads/sites/4/2015/11/parlamentdazmakoghasb.png)
د قانون پر پلي کيدو د څار کميسيون شپږ او سترې محکمي يو نوماند نن ولسي جرگي ته ور وپيژندل شول د ولسمشر دوهم مرستيال په دي مراسمو کي وويل دولت تر اوسه د قانون په پلي کولو کي بريالی نه وو
د ستری محکمی غړيتوب ته عبدالحسیب احدی، د قانون پر پلي کیدو د څار کمیسیون ته نوماندان هر یو محمد قاسم هاشمزي، غزال حارث، عبدالرئوف هروي، محمد عارف حافظ، عبدالله شفايي، او سيد ابوبکر متقي د رایو تر لاسه کولو لپاره ولسي جرګې ته ور وپیژندل شول. د ولسمشر دوهم مرستیال ویلي: راتلونکو پارلماني ټاکنو ته په کتو سره د سترې محکمې او پر اساسي قانون د څار کمیسیون دندې ډيرې مهمې دي.
ښاغلي دانش ویلي: دولت په تیرو دیارلسو کلونو کې د قانون د حاکمیت او پلې کولو په برخه کې ناکامه وو او په دې موده کې له قانونه سرغړونه شوې او په ځینو برخو کې د اساسي قانون پر خلاف قوانین رامنځ ته شوي دي
د ولسمشر مرستیال دقانون پر پلي کیدو د څار کمیسیون له غړیو غوښتي ترڅو په خپلو دندو کې بې پلوه وي د دریو قواوو په ځانګړې توګه د مجریه قوې پر وړاندې د د له جدیت څخه کار اخلي د ولسمشر دوهم مرستیال ویلي حکومت د کسانو په ګمارنه کې له څیرتیا کار اخستی د ولسي جرګې د کورنیو اصولو له مخې ددې کسانو په هکله به په ځانګړو کمیسیونو نو کې ځیړنه او له دې وروسته به دوی ته د رایې ورکولو په هکله پریکړه کیږي.