د منا انځورونو د را ټولولو په هکله د ملک سلمان حکم

د حج په مراسمو کې د سعودي شهزاده ګانو د کارونونو د راتګ په تړواو د فلمونو په خپریدو سره چې ویل کیږي د منا د پیښې اصلي لامل هم همدا وود عربستان شاه ملک سلمان حکم کړی ترڅو د منا ټول انځورونه را ټول او داسې یوې سیمې ته ولیږدول شي چې لاس رسۍ ورته شونی نه وي.

د ریپوټونو له مخې په دې ویډیو کې لیدل کیږي چې چې امینتي سرتیري هغه وي آي پي لاره چې ویل کیږي د سعودی عربستان د شهزاده ګانو لپاره ده پرانستل کیږي او د حاجیانو د تګ را تګ مخنیوی کیږي ددې انځورونو خپرولو د اسلامي نړۍ قهر له ځان سره درلود.

ددې ویډیو په خپریدو سره د عربستان شاه ملک سلمان حکم کړی ترڅو د منا په سیمه کې ټول اخستل شوي فلمونه را ټول او هغه سیمې ته یې ولیږدوي چې لاس رسی ورته شونی نه وي.

دا په داسې حال کې ده چې حاجیانو او د اسلامي هیوادونو ددې پیښې د څيړلوپه موخه د یوه پلاوي د رامڼخ ته کولو او په نړیوواله کچه ددې پیښو د څیړلو حکم کړی دی دې ټینګار د سعودي عربستان حکومت اړ کړی ترڅو په دې تړواو اخستل شوي فلمونه او نور شواهد له لارسي لرې کړي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *