د امریکا لپاره د « داعش » ډلی پر ضد د مرکز جوړول د حیرانتیا خبره ده

د روسیی، ایران،عراق او سوریی لخوا د « اسلامی دولت» پرضد د مبارزی د ګډ مرکز جوړول د امریکا لپاره یو ناڅابی کار او ډیره د حیرانتیا خبره ده. د دوشنبی په ورځ په دی هکله څرګندونی د New York Times ورځپاڼی خپری کړی دی.

روسیی د « اسلامی دولت » ترهګری ډلی پر ضد د مبارزی په موخه د سوریی، ایران او عراق سره د همغږی لپاره هڅی کړندی کړی او هغوی یی سره یوځای کړی دی. په بغداد کی د دغه مرکز د کار اصلی موخه د معلوماتو راغونډول، د لاسته راوړل شوو اسنادو څیړل او په منخنی ختیځ کی د حالاتو کره ارزونه او په هکله یی نورو ته معلوماتو ورکول دی.

رسنی په دی هکله کاږی: « لکه څرنګه چی له دی مخکی روسیی د بشر اسد د حکومت پیاوړتیا لپاره د پوځی الوتکو او ټانکونو د لیږد او د معلوماتو راکړی ورکړی په هکله تړونونه بی له دی چی امریکا خبره کړی، لاسلیک کړی وو. امریکایی پوخیان خبر وو، چی روسی پوځیان په بغداد کی شته، خو د هغوی لپاره دا ډیره د حیرانتیا خبره وه، چی د عراق د پوځ مشرتابه د دغی هوکړی په هکله خبر ورکړ».

د « اسلامی دولت » ډلی پر ضد د ایتلافی ځواکونو استاځی ډکروال ستیوین آوورین په دی هکله وویل؛ چی واشنګټن د داسی یو مرکز د جوړیدو پلوی نه دی، ځکه چی د سوریی چارواکی هم په کی برخه لری.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *