اسد وایي اروپا د کډوالو په کړکيچ کې ګرمه ده

د سورئي ولسمشر بشارالاسد وائي چې اروپا پخپله د کډوالو په ننني کړکيچ کې ګرمه ده، او دا ددوی د دوه مخي سياست نتيجه ده.

.« هغه څه چې په اروپا پورې اړه لري هو هغه ګرمه ده» دامطلب نوموړي د روسيي د رسنيو سره په مرکه کې څر ګند کړی دي.

د سورئي د ولسمشر په خبره نن ددوی ګناه داده ، چې ولي ئي کډوالوته د ضرورت وړ توکې برابر نه کړل او د دې ترڅنګ ئي کډوال پځپلو هيوادونو کې تنظيم نه کړل ولې کډوال د مديتراني په سمندرګې کې ډوب شول.

د بې ګناه انسانانو په وژل کېدو خپه يو نوايا هغه کسان چې په اوبو کې ډوب شول دهغوی ژوند تر هغو کسانو چې پخپله په سوريه کې وژل کيږي څه توپير لري ايا دهغه بې ګناه کس ژوند ته ولې څوک ارزښت نه ورکوي چې سر ئي دترهګرو پواسطه غوڅيږي دهغه ماشوم سورېايي هلک مړی چې داوبو پر څنډو وموندل شو او موږ باندې خپه يو ولې په هغو زرهاو ماشومانو، سپین ږيرو،او ښځو څوک نه خپه کيږي چې په سوريه کې دترهګرو له لاسه وژل شوي دي داد اروپا دپاره د شرم خبره ده، داد اروپا دوه مخې سياست دي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *