د سعود الفیصل په هکله د محمد بن سلمان مشکوکې خبرې

د عربستان الحیات ورځپاڼې د امیر سعود الفیصل په هکله یو ناپیژندل شوی ایمیل تر لاسه کړی چې پکې د امیر سعود الفیصل منزوي کیدو او په پای کې دده د له منځه وړلو په هکله اسنادو او لاسوندونو ته اشار شوې ده. په دې اسناد کې چې د امیر سعود الفیصل یوه ملګري له لوري د تحریر الحیات له دفتره په محرمانه ډول ایستل شوي ویل شوي، چې امیر سعود الفیصل تر دوه میاشتو په اجباري توګه د ملک سلمان او دده د زوی له لوري د بهرنیو چارو وزارت په مقام کې پاتې شو ځکه چې دی په هیڅ صورت سره د ملک سلمان د سیاستونو پلوی نه وو او په دې آند وو چې هیواد به یې د ملک سلمان له لوري چې یو نوی کاره وو د هوس بازیو او شخړو ښکار شي. ده له دې سره سخت مخالفت درلود او تل یې هڅه کوله ترڅو ځان د ملک سلمان او دده د زوی محمد بن سلمان له کړنو وژغوري. ځکه چې د ملک سلمان راتلونکې خلکو ته د منلو وړ نه ده او دده د واکمنۍ پر مهال له دوه میاشتینۍ دندې وروسته دی د ناورغۍ په بهانه له دندې لرې کړل شو خو دې ناروغی د ملک عبدالله د واکمنۍ پر مهال هم شتون درلود خو پوښتنه دلته ده چې دی ولي هغه مهال له دندې لرې نکړل شو او په ښه توګه یې خپلې دندې ته دوام ورکړی وو. نه یواځې چې ده هغه مهال په ښه توګه دنده تر سره کړه بلکې په دې برخه کې کومه ستونزه هم رامنځ ته نشوه. په دې ریپوټ کې ویل شوي چې کیدای شي د امیر سعود الفیصل په وژلو کې د محمد بن سلمان لاس وي او په دې هکله د څیړنو او پلټنو غوښتنه شوې ده.

له دې فایل سره یو غږیز پیام هم چې نه پیژندل کیږي د چا به وي شتون لري چې امیر محمد بن سلمان د پام وړ له کس څخه پوښتي چې آیا اوس هم سعود الفیصل روغتیا لري او دده د روغتیایي حالت ښه دی؟ او مقابل لوری ځواب ورکوي چې دوی د امیر د حکم د پلې کولو په حال کې دي. دسعود الفیصل له مړینې وروسته دده خدمې تري تم کیدل ددې موضع په هکله شکونه زیات کړي او د محمد بن سلمان د نورو شهزاده ګانو ترمنځ یې په دې هکله ډيرې اندیښنې را ولاړې کړې دي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *