بارک اوباما له سوريې سره د روسي پر پوځي مرستې نيوکه کړې او دا تگلاره يي ناکامه ښودلې ده

په تيره يوه اونۍ کې دا څوم ځل دی چي لويديځ چارواکي په دي تړاو پر مسکو نيوکې کوي خو روسيه وايي چي له سوريي سره د ترهگرۍ پر وړاندې د مبارزي او ددي هيواد د شنل کيدو د مخنيوي په موخه مرسته کوي

د امریکا ولسمشر چې ددې هیواد د پوځیانو له یوې ډلې سره خبرې کولې، پر روسیې تور پورې کړ چې په سوریه کې یې د دولت په ملاتړ خپله پوځي مداخله ډیره کړې ده. اوباما له دمشق سره د مسکو پر همکاری نیوکه وکړه وویل: په سوریه کې به د مسکو تګلاره له ماتې سره مخ شي او دوی روسانو ته وایي چې د بشار اسد له حکومته یي ملاتړ لویه تیروتنه ده او ددوی ملاتړ به په سوریه کې د خبرو له لارې د ستونزو د هواریدو مخنیوی وکړي.

باراک اوباما ویلي: ” مونږ هڅه کوو چې روسان په دې پوه کړو چې په سوریه کې ددوی تګلاره بریالی کیدی نه شي ددوی تګلاره کولای شي پّ سوریه کې د سولې د ټینګښت په موخه زمونږ هڅې له خنډونو سره مخ کړي.”

له دې سره د امریکا ولسمشر ویلي له اسد سره د روسیې مرسته او همکاري به د داعش پر وړاندې پر نړیوالې مبارزې کومه اغیزه ونکړي. بله خوا روسي چارواکي وایي دوی له سوریې سره په دې هیواد کې د ګډ وډیو د مخنیوي او له ترهګری سره د مبارزې په موخه خپلې مرستې پیل کړي دي. د روسیې بهرنیو چارو وزیر تیره ورځ سوریې ته د وسلو او پوځي کارپوهانو استول د پخلي ترڅنګ وویل: مونږ دا مرستې د ترهګری پر وړاندې د سوریې د پوځ د پیاوړتیا په موخه کړې دي.

سرگئي لاوروف ویلي: ” ده ویلي: یو ځل بیا وایم زمونږ پوځي کارپوهان له سوریانو سره له پوځي وسایلو د کاراخستنې په برخه کې مرسته کوي روسیه به له سوریې پوځ سره د ترهګری پر وړاندې د مبارزې په مخه خپلو همکاریو ته دوام ورکړي.”

پّ دې وروستیو کې لویدیځ چاراکیو پر روسيې نیوکو ته زور ورکړی دی. څو ورځې مخکې له سوریې سره د مسکو پر مرستو د ا مریکا بهرنیو چارو وزیر د بریتانیا فرانسې او یو شمیر نور هیوادونو مشرانو نیوکه وکړه. روسیه د سوریې له نږدې ملګرو هیوادونو څخه شمیرل کیږي او په دې وروستیو کې داسې ریپوټونه خپاره شوي چې ګواکې مسکو له دمشق سره خپلو پوځي مرستو ته زور ورکړی دی.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *