په سوريه کې د «داعش» وسله وال، چې دبرتانيا د ملکې د وژلو پلان ئي درلود وژل شوي دي

لندن، په سوريه کې دوه برتانويان هر يو جنید حسین خان او ريد خان چې د «داعش» د ترهګرۍ ډلې په پلوی ئي جګړه کوله او پلان ئي درلود چې دبرتانيا ملکه دوهمه اليزابته ووژني وژلي دي. دامطلب « ديلي اکسپرس » ورځپاڼۍ چې په سر مقاله کې ئي لیکلي دي : د MI5 له خوا د ملکې دوژلو پلان ناکام شو: سږکال ترهګرو په برتانيا کې د شپږو لويو بريدونو پلان درلود .

دوی په دغه دسيسه کې ښکيل ول دوی غوښتل په لندن کې په هغه غونډه کې چې پر جاپان دبري د اويايمي کاليزي د لمانځلوپخاطر جوړه شوی وه د بم زوروره چاودنه وکړي په دغو مراسمو کې ملکه، شهزاده چارلز او د شاهي کورنۍ لوړ رتبه غړي د نورو لوړپوړو چارواکو سره موجود ول. دغه مراسم په وایت هال کې تر سره شول. د برتانيا د جاسوسي ضد اداره MI5 دغه دسيسه چې کیدای شول د چاودنې له امله په سلګونه تنه ووژني شنډه کړه.

برسيره پردې د «اسلامي دولت» ترهګرو پلان درلود چې په تير اوړې کې چې د وسله والو ځواکونو دورځي په نامه هرکال لمانځل کيږي ترهګرۍ بريد تر سره کړي. حسين او خان د سوريي په شمال د «رقا» په ښار کې د اګست پر ۲۱ نيټه د برتانيا دهوايي الوتکو د بمباريو له امله وژل شوي دي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *