په يمن کي د حوثيانو مورچلي د ايتلاف له لوري بمبار شوې دي

په يمن کي دري ورځې وړاندي د عربي ايتلاف د سرتيرو له وژل کيدو وروسته په بيلا بيلو ښارونو کي د حوثيانو مورچلي بمبار شوي او حوثيانو دا هوايي بريدونه بيساري ښودلي دي

د ریپوټونو له مخې د عربستان په مشری عربي ایتلاف ځواکونو د یمن په بیلا بیلو ښارونو کې د حوثیانو مورچلې بمبار کړې دا بریدونو له تیرې ورځې دوام درلود چې تیره شپه او نن هم تر سره شوي دي. د اماراتو وسله والو ځواکونو قومندان شیخ محمد بن زاید آل نحیان ویلي: په یمن کې ددوی د پنځه څلویښتو سرتیرو وژل کیدل به دوی له دې جګړې په شا نکړي. د تیرې جمعې په ورځ د حوثیانو په د توغندیو په برید کې پنځه څلویښت امارتي سرتیري وژل شوي. د ریپوټونو له مخې په دې برید کې د د بحرین پنځه سرتیري هم وژل شوي دي. بلخوا سعودي عربستان ویلي چې په ډې برید کې لسګونه کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

پر یمن وروستي بریدونه د ایتلاف له لوري درانه هوایي بریدونه ښودل شوي چې تر اوسه یې ساری نه دی لیدل شوی او دا بریدونه د ایتلافي سرتیرو د وژل کیدو په غبرګون تر سره شوي دي د امریکا ولسمشر د اماراتو له امیر سره په ټلفوني خبروکې ددې سرتیرو د وژل کیدو په هکله خواشیني ښودلې ده.

د یمن تښتیدلی ولسمشر منصور هادي له اماراتي چارواکیو سره د خواخوږۍ به موخه اماراتو ته رسیدلی. بله خوا حوثیانو ددې برید هرکلی کری او دا یې د زرګونه بیګناه کسانو د وینې تویدنې بدل ښودلی دی د هغه بریدونو چې په دې تیرو پنځو میاشتو کې تر سره شوي دي. حوثیانو د ایتلاف غړي په نسل وژنې او جنګي جنایت تورن کړي دي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *