د فرانسی پخوانی لومړی وزیر په سوریی کی د « داعش » د ډلی په مورچلونو د بمباریو وړاندیز وکړ

د فرانسی پخوانی لومړی وزیر آلین ژوپی ویلی، چی هغه د سوریی په خاوره کی د « اسلامی دولت » د ډلی په مورچلونو د بمباریو څخه ملاتړ کوی.

د « ریا نووستی » خبری آژانس خبر ورکوی، چی د فرانسی پخوانی لومړی وزیر آلین ژوپی څرګنده کړی، چی « نوموړی د سوریی په خاوره کی د هغو بمباریو پراختیا سره موافق دی، کوم چی نن ورځ په عراق تر سره کیږی».

د فرانسی پخوانی لومړی وزیر آلین ژوپی زیاته کړه: « په عراق کی مونږ دغه عملیات د عراق د چارواکو د موافقی سره سم تر سره کوو، خو دا په سوریی کی نه تر سره کیږی، د داعش د ډلی لخوا د ګواښونو د مخنیوی په موخه باید د دغو عملیاتو کچه پراخه شی».

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *