د یمن په جګړه کې له نړیوالو قوانینو سرغړونه

کیدای شو وو ایو چې د عربستان په مشری د ایتلاف رامنځ ته کیدل د نړۍ د سولې او امنیت پر وړاندې په یوه ډول ګواښ اوښتی دی ځکه چې ددې ایتلاف له لوری پر یمن بریدونو ته په کتو سره دوی له ډيریو نړیوالو قواانینو او او د بشر دوستانه هڅو څخه سترګې پټې کړي دي.

د نړیوالو اړیکو مدنیت د نړیوالو بنسټونو په راڅرګندیدو او د هیوادونو د کورنیو او بهرنیو ژمنو په لړ کې رامنځ ته شوی. هغه څه چې له یوه کال راهیسې منځنۍ ختیځ ور سره لاس او ګریوان دی هغه څه دي چې ددې پر خلاف او د نړۍ هیڅ یوه هیواد ته دمنلو وړ نه دي. پر یو شمیر هیوادوو بریدونو نه یواځې چې د نړیوالې ټولنې او بنسټونو له قوانینو سرغړونه شمیرل کیږي بلکط د داعش په څیر ترهګریزو ډولو ته هم د لارې د هواریدو لامل ګرځي او له دې حالاتو دا ډلې ناوړه ګټه بورته کوي او د خپل فعالیت لمن غځوي. دا ډلې له ډې سره چې تر ډیره د شتون دوام یې تر ډيره نه وي او عمر یې تر یوې ټاکلې نیټې دوام کوي د یو شمیر نور هیوادونو لپاره د یرغل او تیري لپاره لاره هواروي او د تاوتریخوالي دود رامنځ ته کوي له بلې خوا ددې ډول ډلو رامنځ ته کول د نړۍ یو شمیر نور هیوادونو لپاره هم وسیله ګرځيدلې او په دې کړنه یې لاس پورې کړی دی.

کیدای شو وو ایو چې د عربستان په مشری د ایتلاف رامنځ ته کیدل د نړۍ د سولې او امنیت پر وړاندې په یوه ډول ګواښ اوښتی دی ځکه چې ددې ایتلاف له لوری پر یمن بریدونو ته په کتو سره دوی له ډيریو نړیوالو قواانینو او او د بشر دوستانه هڅو څخه سترګې پټې کړي دي. له دې پرته چې دا ووایو آیا کیدای شي د یمن ولسمشر منصور هادی ته مشروعیت ورکړل شي او که نه؟

د عربستان او ددوی ملګر هیوادونو لومړني زور ته په کتو سره چې د یمن ملي حاکمیت یې تر برید لاندې راوست په نړیواله کچه د هیوادونو ترمنځ برابرښت ته په کتو سره دې ایتلاف له نریوالو قوانینو سرغړونه کړې ده او دې ته په کتو سره ویل کیدای شي چې دې هیوادونو دیپلوماتیکي لارې پر ځای پریښې او له دې لارو یې دستونزو د هواری هڅه نه ده کړې نو کیدای شي به راتلونکې کې د نړي د نورو هیوادونو امنیت او ټیکاو هم له ګواښ سره مخ کړي ځکه چې پر یمن د برید پریکړه وکړه ټولو نړیوالو قوانینو ته یې شا کړه او ویې نغوښتل ترځ دا ستونزه د خبرو او دیپلوماسي له لارې هواره شي.

له بلې خو اد ملګرو ملتونو د منشور دریمې او دوهمې مادې له مخې د ملګرو ملتونو غړي اړ دي ترڅو خپلې ستونزې د خبرو له لارې هوارې کړي او د بل بند له مخې د نورو هیوادونو پر وړاندې ګواش اوله زوره کار اخستل منع دي له دې پرته چې امنیت شورا رایه ورکړي. د منشور د څلورویشتمې مادې له مخې د سولې او امینت لپاره د جګړې او برید لپاره واک له امنیت شورا سره دی   او دا شورا هم له څیړنې وروسته د هغه غبرګون پر وړاندې ګام پورته کوي کوم چې د سولې او امینت د رامنخ ته کیدو لامل ګرځي او دا منشور په خپل شپږم بند کې وایي چې د سولې د ټینګښټ لپاره باید لومړی خبرې وشي په دې باید پوه شو چې امنیت شورا یمن د خپل منشور د یو څلویښتم او دوه څلویښتتمې ماه کې نه وو راوستلی او حتی ایتلاف له دې پرته چې د امنیت شورا څخه په ډې هکله نظر واخلي پر یمن برید پیل کړ د امنیت شورا په ګډون نړیوالې ټولنې یې پر وړاندې پټه خوله غوره کړه.

نو مسله دلته ده چې د عربستان په مشری ایتلاف د ملګرو ملتونو امنیت شورا له جواز پرته   او له دې پرته چې د نیړوالې ټولنې قوانینو ته درنښت وشي پر یمن یې خپلو سیاسي موخو ته د رسیدو لپار برید پیل کړ او عربستان تګلاره په سیمه کې له ایران شیعی جریان او نورو پر وړاندې روښانه ده.

ځینې څیړونکي په دې آند دي چې د یمن ستونزه یوه نړیواله ستونزه نه ګڼل کیږي ددوی په اند په نړیوالو مسایلو کې لږ تر لږه دوه دلتوونه د یوه بل پر وړاندې دریږي خو په یمن کې شونې نه ده چې یوه ځواکمنه ډله وپیژندل شي نو له دې مخې د حوثیانو پر وړاندې ایتلاف د هادي منصور د پلویانو په پلویتوب جنګیږي او نشو کولای په دې هیواد کې یوه ډله ځواکمنه او واکمنه وبولو خو د پام وړ ټکی دادی چې په دې جګړه کې دواړه خواوې د ملګرو ملتونو بشری حقونو او جینو او اوسیدونکی د حقونو په برخه کې د ټولو پر وړاندې ځواب ویونکي دي په دې برخه کې مسولیت لري.

په جګړه کې ښکلیو خواوو حقونو ته پاملرنه یو قانون دی چې تر اوسه په هیڅ جګړه کې د پآم وړ نهدی ګرځیدلی او تر اوسه چا همپلی کړی نه دی د جګړې پر مهال د بشرحقونو ته باید پاملرنه وشي یمن او یو شمیر نورو هیوادونو کې دا ډول چلندونه شوي او په ډې هیوادونو کې له دې سربیره   چې جنګیالي بلکې ملکي کسانو ته سزا ورکړل شوی او د نړیوالو قوانینو سرغړونه شوې ده په داسې حال کې چې د یمن اوسیدونکو نه یواځې چې خوشه یي بمونه یې لیدلي بلکې په دې هیواد کې د وژل شویو کسانو شمیره درې زره اته سوه او د تپیانو له نولس زره اوښتې ده او دې جګړې تر اوسه یو اعشاریه دوه میلیونه یمنیان له خپلو کورنو بې کوره کړي دي له دې سره دې هیواد کې تاریخي آثار له منځه وړل شوي او هیڅ ډول نړیوالو قواینو ته درنښت نه دی شوی او په دې هیواد کې د ورځې په تیریدو سره حالات کړکیچن کیږی خو نړیوالې ټولنې یې پر وړانډې سترګې او غوږنه له فعالته غورځولي دي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *