دونالد ترامپ: عربستان زمونږ لپاره د شیدو ورکولو غوا ده هر کله چې یې شیدي پای ته ورسیدې سر به يې غوڅ کړو

د امریکا دولسمشری ټاکنو ملیونر نوماند دونالد ترامپ ویلي، سعودي عربستان زمونږ لپاره د شیدو یوه غوا ده هرکله چې وغواړو له دوی څخه ډالر او سره زر لوشو خو کله چې یې شیدې پای ته ورسیدې سر به یې غوځ کړو.

ترامپ د امریکا ولسمشری ټاکنو لومړنۍ نوماند دی چې په ډاګه په عربستان نیوکه کوي او د امریکا بهرني سیاست کې یې د عربستان کم ارزښتیا په ښودلو سره ویلي: آل سعود زمونږ لپاره یوه سرچینه ده او هرکله چې مونږ ته په ډالرو او سرو زرو کې پاتې راشي نو هغه مهال به یي د حلالولو حکم ورکړو او یا به له نورو وغواړو ترڅو دا کار تر سره کړي او یا له دی سره په دې برخه کې مرسته کوو دا یوه روښانه خبره ده چې د امریکا ټول ملګري سیالان او حتی د آل سعود کورنۍ په خپله په دې ښه پوهیږي.

ترامپ عربستان ته په خطاب کې ویلي: تاسو دا فکر مه کوی هغه وهابي ډلې چې تاسو د نړۍ په بیلا بیلو سیمو کې خورې کړې او له دوی څخه غواړی ترڅو د انسانانو سرونو پریکولو او د خپل ظلم او وحشت ویډیو ګانې خپرې کړي یو مهال به ستاسو ترڅنګ ودیریږي او یا به له تاسو ملاتړ وکړي ځکه چې دا ډله په نړۍ کې ستاسو له غیږې پرته بل هیڅ ځای نلري او یوه ورځ به وار ستاسو وي او له هرې سیمې به ستاسو په لور در روانې وي ترڅو ستاسو کار هم وکړي.

له دې مخکې د جمهوري غوښتونکو یوه نوماند هم له یوه ټلویزیوني شبکې ان بي سي شبکې سره په مرکه کې ویلي وو که وغواړو او یا ونغواړو یو شمیر امریکایي چارواکیو له عربستان څخه ملاتړ کړی دی او زه به ددې کار مخنیوی ونکړم خو ددې ملاتړ پایلې زمونږ لپاره د ډیر ملاتړ لامل وې له دې پرته چې څه تر لاسه کړو.

ده په دې مرکه کې ویلي عربستان به تر نږدې راتلونکې د داعش له لوري له کړکیچ سره مخ شي چې زمونږ مرستې ته به اړتیا ولري که چیرې مونږ نه وی نو عربستان به بهرنی شتون نه درلود.

د ویلو وړ ده چې دونالد ترامپ د خپلو نورو ګوندي سیالانو لکه د هیلارې کلنټون په څیر مخکښ دی او د ولسمشری په ټاکنو کې یې د بریا چانس ډير دی او د دوه زره پنځه لسم کال له وړاند وینو کې دده د بریا چانس ډير ښودل شوی دی او په وروستی وړاند وینه کې یې اته ویشت سلنه رایې خپلې کړي دي

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *