له پاکستان سره امنیتي تړون لغوه شو

ولسمشر محمد اشرف غني احمدي له پآکستان سره امنیتي تړون لغوه کړل

ښاغلي غني دا تړون له پآکستان سره ځکه لغوه کړی چې دې هیواد خپلې کړې ژمنې نه دي پلی کړې. پآکستان د ملي یوالي حکومت او همدارنګه له نړیوالې ټولنې سره ژمنه کړې وه چې د وسله والوطالبانو په ځانګړې توګه د حقاني شبکې پر وړاندې به ګام پورته کوي، خو پآکستان تر اوسه په خپلو کړیو ژمنو عمل نه دی کړی. نه یواځې افغان حکومت بلکې امریکا هم د پآکستان د دوه مخې پر چلند نیوکه کړې او له دې هیواد سره یې د ترهګری پر وړاندې د مبارزې په موخه خپله مرسته بنده کړې او څه موده وړاندې د بارک اوباما سلاکاره سوزن رایس اسلام آباد ته د سفر پر مهال ددې هیواد چارواکیوته خبرداری ورکړ چې اسلام آباد باید د حقاني شبکې پر وړاندې کوټلي ګامونه پورته کړي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *