ننګرهار کې اووه قاچاق وړونکي او پنځه پاکستاني وسله وال نيول شوي
ننګرهار کې اووه قاچاق وړونکي او پنځه پاکستاني وسله وال نيول شوي
د ننګرهار امنيه قوماندان وايي چې پوليسو يې پنځه پاکستاني وسله وال طالبان او اووه قاچاقبر له ۱۰۷ کيلوګرامه نشه يي توکو سره نيولي دي.
امنيې قوماندان پاسوال فضل احمد شېرزاد د وږي په ۱۱مه په دې تړاو خبري کنفرانس کې وويل چې پنځه پاکستاني وسله وال يې د مومنددرې په ولسوالۍ کې نيولي دي.
هغه زياته کړه: ((دغه پاکستاني وسله وال چې د باجوړ او صوات اوسېدونکي دي، له پنځه ميله وسلو او ۱۳ لاسي بمونو سره د مومنددرې په باسول سيمه کې نيول شوي دي.))
دغه جګپوړي امنيتي چارواکي د يادو وسله والو د نيولو دقيق وخت ونه ښود خو يادونه يې وکړه چې نيول شوي کسان به له خپلو دوسيو سره اړوندو قضايي ادارو ته وسپاري.
اخوا شېرزاد وويل چې د سره رود او بهسودو په ولسواليو کې يې د نشه يي توکو اووه قاچاق کوونکي له ۱۰۷ کيلوګرامه نشه يي توکو سره نيولي دي.
قوماندان زياته کړه: ((دغو قاچاقبرو غوښتل چې ياد نشه يي توکي د شينوارو ولسواليو د مارکو سيمې ته انتقال کړي چې د پوليسو له لوري نيول شوي او اوس تر پوښتنو لاندې دي.))
د نوموړي په وينا، له نيول شوو کسانو سره څلور موټر هم نيول شوي دي.
تر خبري کنفرانس وروسته د امنيې قوماندانۍ موظفينو نيول شوي کسان، وسلې او نشه يي توکي رسنيو ته وښودل او يادونه يې وکړه چې دا هر څه به اړوند ارګانونو ته سپاري.