په عراق کې د کردي دولت له رامنځ ته کولو د عربستان موخه

د عربستان او اسرایلوله لیدنې وروسته چې څیړونو کې یې د ایران د اټومي پلان په هکله د دواړو هیوادونو د ګډې هوکړې په هکله خبرې ښودلې، په منځني ختیځ کې یې د عربستان د نوي سیاست یادونه وکړه ویلي یې دي چې له دې لیدنې وروسته ریاض د کردستان خپلواک هیواد لهرامنځ ته کیدو سره هوکړه کړې ده.

د کردستان خپلواک هیواد د رامنځ ته کیدو په هکله د سعودي عربستان یوه جنرال له اسرایلي چارواکیو سره پهیوه خبرې ناسته کې خبرې کړې دی. څیړونکې له دې ډول جمهوریت څخه ملاتړ ایران عراق اوسوریې ته یو ډول د زیان اړول ښودلي چې سعودي عربستان دې هیوادونو ته دایران د شیعه ملګرو په توګه ګوري.

کیدای شي د سعودي عربستان دا موخه په عراق کې د صدام حسین رژیم له نسکوریدو او په دې هیواد کې د شیعه ګانو واک ته له رسیدو سره اړیکې ولري. د عراق پخوانی دولت ددې هیواد اوسني حکومت ته چې ډیری وګړي یې شیعه ګان دي وسپاره. دا وضعیت په لسیزه کې چې سعودي عربستان غوښتنه وه څنډې ته کړل شوه او ددی هیواد رول پّ عراق کې ډير لږ شو د نوي حکومت پّ رامنځ ته کیدو سره په دې هیواد کې د عربستان رول لږ او د ایران ډير کړل شو په دې بهیر کې هغه څه چې د سعودي عربستان لپاره د اهمیت وړ دي، نه کردانو ملاتړ دی بلکې د عراق ویشل ددوی موخه ده، دوی غواړي ترڅو پّ ایران کې شیعه ګان څنډې او پّ عراق کې د ایران له ځواک سره مقابلهوکړي.

کله چې د سعودي عربستان په ملاتړ پّ عراق کې د سني مذهبومنځلارې حکومت د رامنځ ته کیدو لاره هواره شوه دوی غواړي ترڅو د یو موټي عراق پر ځای دا هیواد پّ دریو د سنیانو شیعه ګانو او کردانو د هیوادونو په ډول وویشي. دا وضعیت که څه هم د سعودي عربستان پورې تړواونلري، خو کله چې سیال هیوادته په منځني هیواد کې لاره پرانستل کیږي او په ځانګړې توګه پّ داسې حال کې چې پّ سیمه کې د تهران او ریاض سیالي روانه وي دا پلان او طرحه کولای شي په منځني ختیځ کې د سعودي عربستان لږ اوڅه په ګټه وي.

پر تهران له فشار پرته یو بل ټکی چې څیړونکي پرې ډير ټینګار کوي پر ترکیې دعربستان فشار دی چې دیوه خپلواک هیواد په توګه یې د کردستان خپلواک هیواد په هکله پرې راوستلی دی. په ځانګړې توګه کله چې د بشاراسد دله منځّ وړلو په برخه کې ترکیه له خپل پلان څخه په شا شوې او ریاض په سیمه کې ځان یواځې بولي. ددې طرحې له مخې او له دې وسیله د فشار پّ توګه له دې پلانه کاراخستل کیدای شي د سعودي عربستان د ګټو له یوې برخې څخه وشمیرل شي.

هغه څه چې په دې برخه کې د اهیمت وړ دي او باید له پامه ونه غورځول شي پّ سیمه کې د کردستاني خپلواک هیواد د رامنځ ته کیدو پلانونه دي. هغه څه چې یې سعودي عربستان په لټه کې دی او په دې هکله یې له اسرایلي چارواکیو سره خبرې هم کړې دي نشو ویلای چې دا به یواځې دریاض پلان وي. دوهم ټکی دادی که چیرې دا پلان یواځې دسعودي عربستان وي نو دا هیواد پکې بریالی کیدای نشي، ځکه د کردي دولت د رامنځ کیدو جرړې کورنۍاو تر یوې کچې سیمه ایزې دي، چې په سمیه ایزه کچه کې دنورو سیمه ایزو لوبغاړو په پرته سعودي عربستان پیاوړی سیالی دی. او پّ داسېحال کې دا هیواد د سیمې له مهمو هیوادونو څخه شمیرل کیږي خو په دې برخه کې تر ډيره اغیزه نلري.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *