په هملند کې طالبانو دیوې پوستې ۶ آشپزان وژلي دي

يوه باوري حکومتی سرچينه وايي، د هلمند ولايت په ګرمسېر ولسوالۍ کې د يوې پوستې اشپز وژل شوى او شپږ پوليس يې له وسلو او يوه موټر سره لادرکه دي.

په هلمند کې يوې حکومتي سرچينې چې نه غواړي نوم يې څرګند شي، وويل چې د يادې ولسوالۍ د امير بلند اغا په سيمه کې د يوې پوستې اشپز په مرموز ډول وژل شوى دى.

سرچينه وايي چې د دې پوستې شپږ پوليس له وسلو او يوه رېنجر موټر سره لادرکه دي او ځايي چارواکي نن له غرمې مخکې په شاوخوا لسو بجو له دې پېښې خبر شوي او پلټنې يې پيل کړي دي.

د سرچينې د څرګندونو له مخې، دا په داسې حال کې ده چې په سيمه کې د نورو امنيتي پوستو د شتون له امله وسله وال مخالفين نه شي کولاى د يادې پوستې موټر او پوليس له ځان سره بوځي.

هڅه مو وکړه چې په دې اړه له ولايتي چارواکيو سره خبرې وکړو،خو اړيکه ورسره ټينګه نه شوه.

وسله والو طالبانو ويلي چې تېره شپه د ګرمسېر په ولسوالۍ کې د دوى دوو نفوذى کسانو د يوې پوستې پر پوليسو ډزې کړي چې له امله يې يو پوليس وژل شوى او نور تښتېدلي دي.

هغوى وايي، چې د دوى نفوذي کسانو د پوستې يو رېنجر موټر له شپږ ميله کلاشينکوفونو او مهماتو سره طالبانو ته رسولي دي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *