د هند اوپاکستان په پوله کې د ډزو له امله اووه تنه وژل شوي دي
د هند اوپاکستان په پوله کې د ډزو له امله اووه تنه وژل شوي دي
د هند اوپاکستان دکنټرول پر کرښه، د پاکستان د سيالکوټ په سيمه کې د ډزو له امله لږ تر لږه اووه تنه ملکې وګړي وژل شوي دي. دامطلب د جمعي په ورځ پاکستاني ورځپاڼې DAWN د سرحدي ځواکونو د يوې سر چينې له قوله ور کړی دي.
د دغه ورځپاڼې په قول د جمعي په سهار د چپرهار،هرپال، چاروا او سوچيت ګر په استوګنو سيمو کې ډزي تبادله شوي دي. چې په پائيله کې يو شمير کسان ټپيان شوي دي. د کلي د خلګو يو شمير ژوي هم زيانمن شوي ، او يو شمير کورونه ويجاړ شوي دي.
د هند د اينس IANS اژانس د خبر سره سم دهند له لورې په دغو ډزو کې درې ملکي کسان وژل شوي او نهه تنه نور ټپيان شوي دي. ډزي د شپی په يوه بجه چې د مسکو پر وخت دشپي لسنيمي بجي کيږي تبادله شوي دي.