چين له پاکستانه غوښتي چې د سولې په برخه ريښتنې مرسته وکړي

چين له پاکستانه غوښتي چې د سولې په برخه ريښتنې مرسته وکړي د افغانستان د ملي امنيت له سلاکار سره په کتنه کې کابل کې د چين سفير له پاکستانه غوښتي چې د سولې پروسه کې ريښتنې ملګرتيا وکړي.

د ملي امنيت شورا له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې ويل شوي، په کابل کې د چين سفير ښاغلي اتمر ته ډاډ ورکړی چې هېواد يې د افغان حکومت د سولې له تګلارو ملاتړ کوي.

خبرپاڼه ليکي، د افغان حکومت د ملي امنيت سلاکارمحمد حنيف اتمرهم چينايي سفير ته ډاډ ورکړ چې افغان حکومت له ټولو ګاونډيو هېوادونو سره د ښو او پر دوه اړخيز درناوي ولاړو اړيکو غوښتونکی دی.

دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستيو کې د افغانستان او پاکستان اړيکې ترينګلې شوې او افغان حکومت د سولې په پروسه کې د پاکستان منځګړتوب هم رد کړی دی.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *