د ترهګری پر وړاندې د ایتلاف په هکله د بشار اسد څرګندنې

د سورييي ولسمشر د ترهگری پر وړاندې د سعودي عربستان په گډون د ايتلاف له رامنځ ته کيدو هرکلی کړی خو ويلي يي دي، ددې ډول ايتلاف لپاره دير لږ چانس شتون لري. بشار اسد له يوه لبناني تلويزيون سره په مرکه کي ويلي: ددې پلان د پلي کيدو لپاره يو شمير هيوادونه بايد د ترهگرو له ملاتړه لاس واخلي

بشار اسد د المنار پّ نامه له لبناني ټلویزیون سره په مرکه کې ویلي، دوی د ترهګرۍ پر وړاندې د روسیې پلان نه رددوي، خو ددې ډول ایتلاف رامڼځ ته کیدل ډیر لږ چانس لري ځکه یو شمیر داسې هیوادونه ددې ایتلاف د غړیو په توګه اعلان شوي چې پّ سوریه کې له ترهګریزو ډلو ملاتړ کوي. د ریپوټونو له مخې قطر ترکیه او عربستان هغه هیوادونه دي چې پّ سوریه کې له وسله والو ډلو ملاتړ کوي. له دې سره اسد ویلي: هره ایتلاف چې رامنځ ته کیږي باید په سوریه کې له ترهګری سره مبارزه په لومړیتوب کې وي. بشار اسد ویلی: ” هغه څه چې زمونږ د اندیښنې وړ ګرځي هغه هیوادونه چې له ترهګری ملاتړ کوي شونې نه ده چې د ترهګری پرضد په ایتلاف کې شامل شی ډیر لږ امکان شتون لري چې دا هیوادونه له خپلو کړنو پښیمانه شي او په ډې پوه شي چې په ناسمه لاره روان دي یا دا چې د خپلو ګټو له مخې دې غاړه کیږدي په داسې حال کې چې دوی له ترهګریه ګواښ احساس کړی وي.”

اسد په دې مرکه کې ویلي دوی د سوریې له ملګرو هیوادونو لکه روسیې څخه ډاډ من دي. ده له سوریې ځواکونو سره د لبنان د حزب الله وسله والو د شتون په تړاو د پوښتنې په ځواب کې وویل دوی د ترهګری پر وړاندې د مبارزې په پرخه کې په رسمي توګه له دوی څخه د مرستې غوښتنه کړې ده او دا د سوریې د دفاع لپاره قانوني لاره ده. د سوریې په جګړه کې چې له دوه زره یولسم کال راهیسې پیل شوې له دوه سوه پنځوس زره ډير کسان وژل شوي چې ډيری یې میلیونه کسان وژل شوي دي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *