ښاغلي هاموند وروسته د ایران د ملي امنیت د عالی شورا رئیس علي شمخاني سره هم وکتل.

“برتانیه باید د ایران سره د خپلو اړیکو په برخه کې خورا محتاط اوسي.”  دا خبره د برتانیې د بهرنیو چارو وزیر فېلېپ هاموند، پرون،  په تهران کې د برتانیې د سفارت د بیا پرانستې پر مهال وکړه.

په ایران کې د برتانیې سفارت د څلورو کلونو نه وروسته کله چې مظاهره کونکو ورباندی یرغل کړی و، بیا پرانستل شو.

د برتانیې د بهرنیو چارو وزیر، فېلېپ هاموند، پرون په تهران کې د برتانیې په سفارت کې وینا وکړه

دا تاریخي گام د ایران او لویدیځو هیوادونو ترمنځ پر تیرو خړو اړیکو باندی د اوبو د اچولو حیثیت لري، خو ښاغلي هاموند د یوی مرکې په ترڅ کې وویل چې اوس هم د ایران او برتانیې تر منځ، پر گڼو مواردو باندې، د نظر اختلافات موجود دي.

هغه وویل، “ایران په سیمه کې مهم قوت گڼل کیږي او دا د ټولو په گټه ده چې ایران په سیمه کې د یوه با مسولیته سیمه اییز لوبغاړي په توگه د سیمې د ثبات دپاره په مثبتو هڅو کې ورشامل شي. دومره به ووایم چې راځۍ اول پر لارې روان شو او بیا منډې وکړو. مونږ هر اړخیز گډ  عملي پلان لاسلیک کړ چې مخ په وړاندی مهم گام دی.”

ښاغلي هاموند د اقتصآدي اړیکو پر بیا رغولو هم ټینگار وکړ خو هیله یې څرگنده کړه چې د وخت په تیریدو د ډاډ د نشتوالی هغه تشه هم ډکه شي چې د دواړو هیوادونو ترمنځ د اوږدې مودی راهیسي  موجوده وه.

ښاغلي هاموند وویل ایران باید د یوه با مسولیته سیمه اییز لوبغاړي په توگه، د سیمې د ثبات دپاره، په هڅو کې شامل شي

خوهغه وویل چې دواړو هیوادونو د مهمو اړتیا و په برخه کې  یو له بله سره ورته نظریات هم لري، چې د اسلامي دولت د ډلې سره د مبارزې په برخه کې د موافق نظر یادونه کیداې شي،  خو دا یې هم په ډاگه کړه چې په ایران کې د بشري حقونو په برخه کې اوس هم د دواړو هیوادونو ترمنځ مخالفتونه لا پر ځای پاتې دي.

ایراني چارواکوا بیا د سیمه اییزو اړیکو پر بیا غښتلتیا ټینگار کاوه.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر محمد جواد ظریف د ایران غبرگون داسې څرگند کړ، “ایران دیته چمتو دی  چې د ټولو په شمول د خپلو گاونډیو سره اړیکې ټینگې کړی. هیڅوک  به مثتثنی نه وي او د شراکت څخه د کوم هیواد د اخراجولو  تجربې باید زموږ به سیمه کې عملی نشي. مونږ پدې باور یو چې  ټول د ورته ستونزو سره مخ یو،  مونږ ټول د پرمختگ دپاره او ددې دپاره چې د خلکو د ژوند  معیار بهتره کړو ورته زمینې هم په لاس کی لرو”

ښاغلي ظریف زیاته کړه چې ایران پدی باور دی چې پخوانۍ لارې او زړې نمونې باید یوې خوا ته پریدو.

ښاغلي ظریف وویل، “د ایران پیام دا دی چې همکاري باید پداسې ستراتیژۍ پیل شي چې ځانته د گټو تمه ونلرو. همکاري باید د گډو گټو پر اساس وي، ځکه که مونږ خپله گټه د نورو په بیه وسنجوو نو ټول به بایلونکي اوسو.”

دا د دولسو کلونو نه وروسته تهران ته د برتانیی د بهرنیو چارو د وزیر لومړی سفر گڼل کیږي. تر دې مخکې په دوه زره دریم کې د برتانیې پخواني وزیر، جک سترا، تهران ته سفر کړی و.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *