شمالي او سويلي کوريا د امينتي حالاتو د ښه کيدو په موخه له پوله ايزو سيمو د خپلو ځواکونو د په شا کولو پريکړه کړې ده. دوارو هيوادونو ويلي: د هووکړې له مخي سويلي کوريا، له شمالي کوريا سره گدي پولي ته نژدي تبليغات بندوي او شمالي کوريا به هم په دي سيمه کي د نيمه جگړیز حالت پاي ته رسوي

د دواړو کوریاوو ترمنځ شخړې تیره اونۍ په داسې حال کې لوړې کچې ته روسیدې چې شمالي کوریا له خپل ګاوندې هیواد سره حالات نیمه جګړه ایز اعلان کړل او د سویلي کوریا سرتیري هم د شمالي کوریا له سرتیرو سره د جګړې حالت خپل کړ. خو د دواړو هیوادونو مشرانو د جګړې د مخنیوی او په سیمه کې د ښه امنیت لپاره خبرې پیل کړې. دا خبرې د مونجوم په سیمه کې چې د دواړو هیوادونو له لوري ملکي سیمه اعلان شوې تر سره شوې دي او دواړو خواوو تیره شپه ناوخته په دې هکله پریکړه وکړه.

د سویلي کوریا دفاع وزارت اعلان کړی چې ددې هوکړې له مخې دوی به پولې ته نږدې د شمالي کوریا پر وړاندې تبلیغات او پیونګ یانګ به پولې ته نږدې نیمه جګړه ایز حالت پای ته رسوي. ده ویلي له دې سره دواړو خواو پریکړه کړې چې خپل پوځیان به له پولې په شا کوي.

کيم مين مينسکوویلي: ” زمونږ ځواکونه به د نن ورځې تر پآیه د تیارسۍ په حالت کې وي له هغه سیمو چې شمالي کوریا پکې د نیمې جګړې اعلان کړی د سرتیرو په شا کول وخت نیسي. مونږ دشمالي کوریا له لوري د ګواښونو د کمښت له مخې خپل ځواکونه به شا کوو.”

د سویلي کوریا ولسمشرې له دې هوکړې هرکلی کړی ویلي یې دي: هیله منده ده چې دا هوکړه د دواړو هیوادونو ترمنځ لا نورو خبرو او هوکړو ته لاره هواره کړي. وروستۍ شخړې د دواړو هیوادونو ترمنځ جګړې ته، چې مخکې له دې هم سره جنګیدلي او تر اوسه ددوی ترمنځ کومه هوکړه شتون نلري، لاره هواره کړې وه. امریکا او جاپان هم د دواړو کوریاوو له هوکړې خوښي څرګنده کړې ویلي يې دي دوی هم هیله مند دي چې دا هوکړه د کوریا په ټاپو کې د ستونزو د هواری لامل شي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *