د هيواد کرهنيزو محصولاتو کچه د تير کال په پرتله نهه سلنه لوړه وه. د کرهني وزير اسدالله ضمير د چين هيواد په مرسته د درې سوه ټراکټورنو او نور کرهنيزو وسايلو د تر لاسه کولو په مراسمو کي وويل: افغانستان په بشپړه توگه پر ځان د بسايني لپاره نهه سوه زره ټنه غنمو ته اړتيا لري.

د چین هیواد له لوري په دې مرستو کې درې سوه ټراکټورونه دوه سوه د ریبلو ماشینونه د شولې کرهنې سل دستګاوې او د درمد لس ماشینونه شتون لري. له دې سره په دې مرستو کې دسلو ماشینونو ځینې پرزې چې د اړتیا پر مهال به ترې کار اخستل کیږي د کرهنې وزارت ته ورکړل شوې دي او د دې مرستو ارزښت له اتو میلیونو ډالرو ډير ښودل شوی دی. په دې مراسمو کې د کرهنې وزیر وویل: له دې سره چې افغانستان یو کرهنیز هیواد دی او له اتیا سلنه ډير اوسیدونکي یې کروندګر دي خو اوس هم د غنمو له اړخه پر ځان له بساینې سره ډیر واټن لري.

ده ویلي د کروندګرو د هڅونې لپاره دولت ددوی محصولات په ښه بیه پیري له دې سره دوی ویلي د هیواد په شپږو سیمو کې د کرهنیزو پارکونو د رامنځ ته کولو هڅه کوي. دې ټولو ته په کتو سره اوس هم افغانستان هر کال د څلورو میلیاردو ډالرو په ارزښت کرهنیز محصولات واردوي. کار پوهان په دې آند دي چې د کرهنې وزارت له لوري ددې ډول ګامونو په پورته کولو سره د هیواد دکرهنې برخه پرمختګ او وده کولای شي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *