د غزني د امنيت په برخه کي چارواکي له دوه گوني چلنده کار اخلي

د مدني ټولنو او ملي شورا يو شمير غړي وايي، له ديارلسو کلونو راهيسي د غزني ولايت اوسيدونکي امنيتي ستونزي لري خو له منځه وړولو لپاره يي هيڅ کار نه دی شوی

دوي وايي، په وروستيو برمته کولو کي هغه کورنۍ او بهرنۍ وسله والې ډلې لاس لري کوم چي اوس هم د زابل ولايت په خاک افغان ولسوالۍ کې فعاله دي

غزني د هيواد له هغه ناامنو ولايتونو خخه دي چي په دي وروستيو کي پکي ديري برمته کوني او مرگ ژوبله رامنخ ته شوي ده. د نورو ولایتونو د اوسیدونکو په ګډون په دې ولایت کې ډيری کسان برمته شوي چې یو شمیر یې د برمته کونکو له لوري وژل شوي یو شمیر خوشي او ځینې یې تر اوسه هم تري تم دي. اوس مهال ددې ولایت په لویو لارو کې د مرګ ګواښ ډیر شوی دی. ددې ولایت یو شمیر استازو او مدنې ټولنو غړیو وویل: د ناامنه سیمو د امنیت کابو کول شونی دی خو یو شمیر کړی په لوی لاس په دې ولایت کې د امنیت رامنځ ته کول نغواړي.

په ولسی جرګه کې د غزنی ولایت استازی علی اکبر قاسمی وایی د امنیت د تینګښت او نااامنیو د له منځه وړلو لپاره د کورنیو چارو وزارت په ګډون بیلا بیلو امنیتی ادارو ته شکایت کړی خو ددوی ژمنې یواځې د کاغذ پر مخ پاتې دي او هیڅکله پلې شوې نه دي.

د غزنی ولایت ځینې استازي او د مدنې ټولنو غړي د غزني سرپرست والي له وسله والو طالبانو سره په لاس لرلو تورنوي او دده د ګوښه کیدو غوښتنه یې کړې ده. دوی له مرکزي حکومت څخه غوښتي ترڅو د غزني ولایت ته یو وړ کس د والي په توګه ور وپیژني.

د غزنی لویو لارو د ناامنۍ ترڅنګ د جاغوریو مالستان ناهور او قرباغ ولسوالیو ته غځیدلې لارې ډيرې ناامنه شوي دي. په دې وروستیو شپو ورځو کې په دې لاره ډیری کسان برمته شوي او وژل شوي دي. دې حالت ټول خلک په ځانګړې توګه هغه محصلین اندیښمند کړي کوم چې کابل او دغزني ښار ته تګ را تګ کوي. هغه محصلین چې کورونه یي په غزني ولایت کې د ویرې له امله له څو میاشتو راهیسې خپلو کورونو ته نه دي تللي.

دا په داسې حال کې ده چې غزني ولایت ته د کورنیو چارو وزیر په ورستي سفر کې اړوندو ادارو ته سپارښتنه کړې ترڅو ددې ولسوالیو امینت د خپلو لومړیتوبونو په توګه وتاکي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *